Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امیرخان متقي د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نن اسلام‌اباد ته ځي

اټلانټا (پژواک، ۱۵ غویی ۱۴۰۲): د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نن اسلام‌اباد ته په درې ورځني سفر رسېږي.

په اسلام‌اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا تېره شپه یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په افغان پلاوي کې د سوداګرۍ او صنعت سرپرست وزیر نورالدین عزیزي، د بهرنیو چارو، ټرانسپورټ او سوداګرۍ وزارتونو چارواکي هم شامل دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، دواړه هېوادونه به په لیدنو کتنو کې پر سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو اړیکو، سولې او ثبات، ښوونې او روزنې برخو کې د همکاریو پر زیاتولو خبرې کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ تر دوه‌اړخیزو خبرو اترو وروسته امیرخان متقي به د شنبې په ورځ د پاکستان، چین او افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو په پنځمه ناسته کې هم ګډون کوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، اسلام‌اباد ته د متقي راتګ د هغو سفرونو د لړۍ یوه برخه ده چې تر دې مخکې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف او په بهرنیو چارو کې د دولت وزیرې حنا رباني کهر کابل ته کړي وو.

په خبرپاڼه کې راغلي، پاکستان یوه سوله‌ییز، پیاوړی او غښتلی افغانستان غواړي او له سرپرست حکومت سره به خپلو اړیکو ته دوام ورکوي.

د یادونې ده، اسلام‌اباد ته د امیرخان متقي دا دویم رسمي سفر دی، هغه تېر کال په نومبر میاشت کې هم پاکستان ته تللی و.

د پاکستان د (ډان نیوز) د راپور له مخې، ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړې کمېټې د پاکستان په غوښتنه امیرخان متقي ته د دغه سفر اجازه ورکړې وه؛ تر دې مخکې هغه د بندیزونو له امله سفر نه شو کولی.

سرچینې زیاته کړې چې پاکستان د  امیرخان متقي د دغه سفر ټول لګښتونه هم ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې د غویي په ۱۲مه، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې د سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یو سیاسي او تجارتي پلاوی پاکستان ته ځي او متقي به هلته د چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو په شپږمه درې‌اړخیزه ناسته کې هم ګډون وکړي.

تر دې مخکې د بهرنيو چارو وزارت مرستیال وياند ضيا‌احمد تکل هم په خپل ټويټر کې ليکلي و چې دغه پلاوی د روانې اونۍ په پای کې اسلام‌اباد ته سفر کوي، خو کره نېټه یې نه وه په ډاګه کړې.

د هغه په وينا، مولوي امیرخان متقي به په پاکستان کې د چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو په شپږمه درې‌اړخیزه ناسته کې هم ګډون وکړي او د افغانستان او چين د بهرنيو چارو وزيران به هم دوې‌اړخيزې ناستې ولري.

تکل ویلي وو: «د افغانستان حکومت غواړي په دغه سفر کې د افغانستان او پاکستان پر دوه‌اړخيزو سياسي- تجارتي اړيکو، سيمه‌ييز ثبات او ټرانزيټ هراړخيزې خبرې اترې وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د امنیت شورا تر اجازې وروسته امیر خان متقي په مشرۍ یو پلاوی د روان ۱۴۰۲ کال د وري په ۲۴مه، د ازبکستان په سمرقند ښار کې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته تللی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.