ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د چین سفیر: د افغانستان د سرپرست حکومت ملاتړ کوو

د چین سفیر: د افغانستان د سرپرست حکومت ملاتړ کوو

author avatar
17 Nov 2022 - 11:20
د چین سفیر: د افغانستان د سرپرست حکومت ملاتړ کوو
author avatar
17 Nov 2022 - 11:20

کابل (پژواک، ۲۶ لړم ۱۴۰۱): په کابل کې د چین سفیر وایي، د افغانستان نوي سرپرست حکومت ملاتړ ته دوام ورکوي او د دواړو هېوادونو اړیکو ته د اهمیت په سترګه ګوري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، دا څرګندونې په کابل د چین سفیر وانګ یو، د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیر خان متقي سره په لیدنه کې کړې دي.

نوموړی وایي: «په کابل کې د چین سفیر وانګ یو نن د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره ولیدل او پر یو شمېر مهمو موضوعاتو یې خبرې وکړې، وانګ یو د خبرو په پیل کې وویل چې هېواد یې د نوي سرپرست حکومت ملاتړ ته دوام ورکوي او د دواړو هېوادونو اړیکو ته د اهمیت په نظر ګوري.»

سرچینې زیاته کړې، د چین سفیر د ژمي په را رسېدو د خپل هېواد له خوا د ژمنیو مرستو یادونه وکړه چې له اړوندو ادارو سره په همغږۍ به د یوه میکانیزم پر اساس پر اړو افغانانو ووېشل شي.

د ده په خبره، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست هیله څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو اړیکې نورې هم پیاوړې شي.

د سرچینې په حواله، متقي له چین څخه مننه وکړه چې د افغانانو د لاسنیوي په موخه یې د نیمه پاتې او نوو پروژو پیلولو ته چمتووالی ښودلی دی.

هغه دغه‌راز د چین وروستی اقدام وستایه چې د ۹۸ سلنه افغاني محصولاتو له لړه یې د مالیې وړ توکو تعرفې صفر ته ټیتې کړې دي.

Visits: 114

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.