ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بهرنیو چارو وزارت: افغانستان د یو څه وخت لپاره نړۍوالو مرستو ته اړتیا لري

بهرنیو چارو وزارت: افغانستان د یو څه وخت لپاره نړۍوالو مرستو ته اړتیا لري

author avatar
24 May 2023 - 21:51
بهرنیو چارو وزارت: افغانستان د یو څه وخت لپاره نړۍوالو مرستو ته اړتیا لري
author avatar
24 May 2023 - 21:51

کابل (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۲): د مرستو ترلاسه کولو او وېش لپاره د لا ډېرې همغږۍ په موخه، د افغانستان اسلامي امارت او د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو ترمنځ د يوې کمېټې پر جوړولو هوکړه وشوه.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء‌احمد تکل د غبرګولي په ۳مه، د ورځې ناوخته په یو لړ ټویټونو کې لیکلي، د بهرنیو چارو وزارت نن په کابل کې د ملګرو ملتونو ادارو او د افغانستان اسلامي امارت اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ غونډې کوربه و.

د هغه په وینا، د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي په دغه غونډه کې د ملګرو ملتونو له ادارو او مرستندويانو څخه د افغانستان له خلکو سره د مرستو له امله مننه وکړه او ويې ويل، افغانستان د ځوان خواريکښ کاري ځواک او پراخو طبيعي زېرمو په لرلو سره د پرمختګ او پر ځان‌بسياينې بې‌ساری ظرفيت لري، خو څرنګه چې هېواد ۴ لسيزو جګړو ځپلی، د يو څه وخت لپاره نړۍوالو مرستو ته اړتيا لري، څو افغانستان پر خپلو پښو ودرېږي.

سرچینې زیاته کړې، د اسلامي امارت د بېلابېلو وزارتونو مشرانو په دغه غونډه کې د ملګرو ملتونو ادارو او نورو خيريه بنسټونو ته په خپل وار د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او غوښتنه يې وکړه چې هېواد ته ‏د راتلونکو مرستو د لا ډېر مؤثريت او روڼتيا د باوري کولو په موخه له اړوندو سکټوري وزارتونو سره همغږي نوره هم پياوړې شي او د پروژو په طرحه او تطبيق کې د افغانستان د خلکو لومړيتوبونه په پام کې ونيول شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.