ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کاکړ امریکا ته له روانېدو مخکې؛ دمګړۍ د افغانستان سرپرست حکومت پر رسمیت پېژندنه غور نه کوو

کاکړ امریکا ته له روانېدو مخکې؛ دمګړۍ د افغانستان سرپرست حکومت پر رسمیت پېژندنه غور نه کوو

[restrict paid=”true”]

کابل/ اټلانټا (پژواک، ٢٦ وږی ١٤٠٢): د پاکستان لنډمهالي لومړي وزیر انوارالحق کاکړ امریکا ته له روانېدو مخکې ویلي، دمګړۍ یې هېواد د افغانستان سرپرست حکومت پر رسمیت پېژندنه غور نه کوي.

د نوموړي دفتر د سپټمبر په ۱۷مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې کاکړ به په نیو یارک کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ کلنۍ غونډه کې د ګډون ترڅنګ د یو شمېر هېوادونو له مشرانو سره هم وګوري.

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو عمومي جرګې کلنۍ غونډه د سپټمبر په ۱۹مه پیلېږي او لومړی وزیر کاکړ به ورته د سپټمبر په ۲۲مه وینا وکړي.

سرچینه وايي، کاکړ له کلنۍ غونډې مخکې په امریکا کې له پاکستاني سوداګرو سره ګوري او د چاپېریال ساتنې په اړه د ملګرو ملتونو په یوه نړۍواله غونډه کې هم برخه اخلي.

بلخوا د پاکستان لنډمهاله لومړي وزیر کاکړ نیویارک ته له روانېدو مخکې له امریکا غږ اردو څانګې سره په مرکه کې ویلي چې دمګړۍ د افغانستان سرپرست حکومت د رسميت پېژندنې په اړه پلان نه لري.

انوارالحق کاکړ د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د اړتیا پر مهال به پاکستان په افغانستان کې دننه پوځي اقدام ترسره کړي؟ وویل، دا د پاکستان حق دی چې د خپلې خاورې د دفاع لپاره هر اقدام ته چې اړتیا وي ترسره یې کړي.

هغه زیاته کړې: «پاکستان له خپل ځانه د دفاع حق لري، موږ هر هغه اقدام چې د هېواد د ساتنې لپاره ورته اړتیا وي، ترسره به یې کړو. زه په دې اړه جزئیاتو باندې نه غږیږم چې دا به څه ډول عملیات وي خو کله یې چې وخت راورسېږي پرېکړه کوو چې څه کار وکړو او څه باید ترسره شي او څه ترسره کولی شو.»

د پاکستان د لنډ مهالې حکومت صدراعظم انوارلحق کاکړ د چین حکومت له خوا کابل ته د نوي سفیر د استولو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، دا د يوه خپلواک هيواد په حیث د بيجینګ خپله پرېکړه ده او د يو ازاد هېواد پر پرېکړه پوښتنه راولاړول په ډیپلوماتیکي کچه مناسب نه دي.

خو هغه د خپل هېواد په اړه ویلي: «په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو پر مسئله غور نه کوو، خو په کابل کې واکمني د طالبانو سره ده؛ ځکه د دولت په کچه خبرې به هم له طالبانو سره کېږي.»

کاکړ د افغانستان په اړه د سیمې هېوادونو د تګلارو په اړه ویلي چې د سیمې هېوادونه تر ډېره د افغانستان په اړه یو ډول نظر لري.

هغه زیاته کړې: «دغه د نظر یووالی په مختلفو برخو کې دی او د افغانستان په باب د سيمې هېوادونو ګډه تګلاره اوس هم موجوده ده.»

[/restrict]

Views: 465

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.