ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کوچني اختر لمونځ په ټول هېواد کې ادا شو

د کوچني اختر لمونځ په ټول هېواد کې ادا شو

author avatar
13 May 2021 - 08:40
د کوچني اختر لمونځ په ټول هېواد کې ادا شو
author avatar
13 May 2021 - 08:40

کابل (پژواک، ٢٣ غويى ١٤٠٠): د کوچني اختر لومړۍ ورځ نن په ټول هېواد کې د هېوادوالو له خوا د لمانځه په ادا کولو سره ولمانځل شوه.

د کوچني اختر لمونځ د پلازمېنې کابل او ټولو ولايتونو په جوماتونو او عيدګاوو کې د امن په فضا کې ادا شو.

د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني هم د کابينې او ملي شورا د غړو په ګډون د اختر لمونځ د ارګ په جومات کې ادا کړ.

دغه راز د اختر لمونځ د هېواد په ټولو ښارونو او کليو کې ادا شو.

ملا امامانو او ديني عالمانو د اختر د لمانځه په مراسمو کې د هېواد لپاره د ارامۍ، ثبات او سولې راتلو لپاره دعاوې وکړې.

د کابل ښار يوه اوسېدونکي لطف الله چې په خپل پل خشتي جومات يې د اختر لمانځ ادا کړى پژواک ته وويل: ((طالبانو او حکومت د اختر لپاره اوربند کړى، خلک سخت ورته تر ډېره خوشحاله دي خو زموږ هيله دا ده چې دغه اوربند وغځول شي.))

يو شمېر نورو لمونځ کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

د يادنې وړ ده چې نن په عربي، اروپايي او امريکايي هېوادونو کې هم مسلمانانو د اختر لومړۍ ورځ ونمانځله.

Visits: 58

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.