ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان سترې محکمې یکشنبه اختر اعلان کړ

د افغانستان سترې محکمې یکشنبه اختر اعلان کړ

author avatar
30 Apr 2022 - 23:10
د افغانستان سترې محکمې یکشنبه اختر اعلان کړ
author avatar
30 Apr 2022 - 23:10

کابل (پژواک، ۱۰ غویی ۱۴۰۱) : د افغانستان سترې محکمې اعلان کړی، چې د شوال میاشت په بیلا بیلو ولایتونو کې لیدل شوې،  او یکشنبه به د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د غویي په ۱۰مه، د شپې ناوخته پخپل ټویټر پاڼه کې لیکلی چې سترې محکمې د یکشنبې ورځ اختر اعلان کړې.

بلخوا د سترې محکمې په اعلامیه کې راغلی، چې په فراه، غزني، کندهار او غور ولایتونو کې ولایتونو کې نن  ۲۷ کسانو د شوال میاشت لیدلې او اړوند محاکمو ته یې د میاشتې د لیدو شاهدي وړاندې کړې ده، په دې اساس سبا یکشنبې (۱/ شوال۱۴۴۳ هـ ق) نېټه چې له (۱۴۰۱/۲/۱۱هـ ش) نېټې سره برابره ده د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.

تر دې مخکې د سعودي عربستان سترې محکمې اعلان کړی و، چې ددغه هیواد په هیڅ سیمه کې د شوال میاشت نه ده لیدل شوې او دوشنبې په ورځ به اختر وي.

دغه راز متحده عربي اماراتو، بحرین، قطر، یمن، سوډان، اردن او یو شمیر نورو اسلامي هیوادونو کې هم دوشنبه د اختر ورځ اعلان شوې ده.

 

Visits: 213

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.