کابل (پژواک، ۵ چنګاښ ۱۴۰۲): د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت سرپرست ټولو ولایتي رییسانو ته په لېږلي یوه پیغام کې ویلي چې د ښځو حقونو ته پاملرنه وکړي او څوک پرې نه ږدي حقوق یې ضایع کړي.
د امر بالمعروف وزارت ویاند محمدصادق عاکف پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي، د یاد وزارت سرپرست شیخ محمدخالد الحنفي نن ټولو ولایتي رییسانو ته په استول شوي پیغام کې وویل چې د ښځو حقونو ته پاملرنه وکړي او څوک پرې نه ږدي چې حقوق یې ضایع کړي.
عاکف د یاد وزارت سرپرست له قوله لیکلي: «د ښځو شرعي حقوقو د ضیاع مخه ونیسئ.»
سرپرست وزير پر رييسانو ټينګار کړى، که کوم څوک د ښځو مهر نه ورکوي، میراث یې ترې اخلي، د هغوى له خوښې پرته یې په نکاح ورکوي او یا یې په بدو کې ورکوي محکمې ته یې معرفي کړئ.
د عاکف د معلوماتو له مخې، ښځې کولای شي په دې اړه خپل شکایت په مرکز کې د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت ته او په ولایتونو کې د یاد وزارت اړوند ریاستونو، ولسوالیو کې امریتونو ته وړاندې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېر ۱۴۰۱ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۶مه اروپايي ټولنې د افغانستان سرپرست حکومت د لوړو زدهکړو وزارت پر سرپرست مولوي ندامحمد ندیم او د امر بالمعروف وزارت سرپرست محمدخالد حنفي بنديزونه لګولي دي.
یادې ټولنې هغه وخت ویلي وو چې دغه بندیزونه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د هغوی له حقونو د سرغړونو غبرګون کې لګول شوي دي.
Views: 120
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن