ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اریانا افغان هوایي شرکت یوه انجنیر الوتکه جوړه کړې ده

د اریانا افغان هوایي شرکت یوه انجنیر الوتکه جوړه کړې ده

author avatar
2 Jul 2023 - 17:40
د اریانا افغان هوایي شرکت یوه انجنیر الوتکه جوړه کړې ده
author avatar
2 Jul 2023 - 17:40

کابل (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۲): د اریانا افغان هوایي شرکت یو انجنیر توانېدلی چې د یوه کال په موده کې په لومړي ځل یوه الوتکه چې د څلورو کسانو لېږدولو وړتیا لري، جوړه کړي.

نن ملي ټلویزون د یو ویډیويي کلیپ  په خپرولو سره ویلي چې د دغه شرکت یو انجنیر داوود فیضي توانېدلی چې د یوه کال په موده کې د یاد شرکت په بودجه یوه الوتکه چې د څلورو کسانو لېږدولو وړتیا لري، جوړه کړي.

نوموړی په دغه کلیپ کې وایي: «ډېره لېوالتیا مې لرله او د اریانا شرکت د رییس په مرسته مې د یادې الوتکې په جوړولو پیل وکړ، دا الوتکه له ۱۴ تر ۱۵ زره فوټه په ارتفاع د الوتنې وړتیا لري او کولی شي چې له څلور تر څلورنیم ساعتونو پورې پرواز وکړي.»

د اریانا افغان هوایي شرکت رییس رحمت‌الله رحیم اغا وایي، له اویا کلونو وروسته د یاد شرکت انجنیرانو د الوتکو انجینونو ترمیم هم پیل کړی چې دا یوه ښه لاسته راوړنه ده.

سرچینې زیاته کړې چې د اریانا هوایي شرکت خپلو کاري ساحو کې د خپلو نقلیه وسایطو د ترمیم وړتیا هم لري.

Views: 113

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.