[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۲): د راپورونو له مخې، د امریکا خپلواکۍ ورځې نمانځلو په درشل کې د تاوتریخوالي په تازه پېښو کې نږدې ۵۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
هر کال د جولای ۴مه په امریکا کې د خپلواکۍ ورځ نماځل کېږي؛ دا ځل د جولای څلورمه په ټوله امریکا کې د خپلواکۍ ورځ په داسې حال کې ونمانځل شوه چې له ځینو ښارونو د تاوتریخوالي راپورونه ورکړل شوي دي.
رویټرز خبر ورکړی چې د خپلواکۍ له ورځې یوه ورځ مخکې او په همدې ورځ په فلاډلفيا، بالټيمور او فورټ ورت کې د تاوتریخوالي پېښې شوې دي.
د ټيکساس ايالت په فورټ ورت ښار کې ځایي پولیسو ویلي چې د جولای څلورمې په مناسبت د خپلواکۍ نمانځلو په یوه پروګرام کې د ډزو له امله درې کسان وژل شوي او اته نور ټبیان شوي دي.
په يوه بله پېښه کې چې په فلاډلفيا ښار کې د خپلواکۍ په شپه شوې، پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
ځايي پوليس وايي، مشکوک قاتل زغره یا زرې واسکټ اغوستی و او پر عامو خلکو يې ډزې کړې دي.
دغه راز د ځایي چارواکو په وینا، د بالټيمور ښار په یوه پروګرام کې د ډزو له امله دوه کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، د روان زېږدیز کال له پیله راهیسې په امریکا کې د تاوتریخوالي ۳۴۰ پېښې شوې چې پکې سلګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د امریکا ولسمشر جو بایډن دا پیښې غندلې او یو ځل بیا یې ټینګار کړی چې د وسلو ساتلو قانون به سختوي.
[/restrict]
Views: 135
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن