ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د جګړې یوه قرباني کورنۍ د عدالت غوښتنه کوي

13 Jul 2023 - 12:05
13 Jul 2023 - 12:05

لښکرګاه (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۲): د هلمند په مارجه ولسوالۍ کې یوه کورنۍ چې څلور کاله مخکې يې د بهرنیو ځواکونو هوايي برید کې دوه ماشومان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي وو، له حکومته د همکارۍ او د جرمونو له نړۍوالې محکمې د عدالت غوښتنه کوي.

یاده کورنۍ چې د مارجې ولسوالۍ په اڅکزو بلاک سیمه کې اوسېږي، دغه راز وايي، د خپل پخواني وران شوي کور د بېرته جوړولو توان هم نه لري.

د دې قرباني کورنۍ سرپرست ۶۰ کلن خدای نظر وايي: «شاوخوا څلور کاله مخکې بهرنیو ځواکونو زما پر کور هوايي برید وکړ، دوه زامن مې چې یو ۹ کلن او بل ۱۴ کلن وو، شهیدان شول، زه  او درې ماشومې لوڼې مې ټپيان شوو.»

هغه وايي، افغان حکومت او رسنۍ دې د ده غږ د جرمونو تر نړۍوالې محکمې ورسوي او د کورنۍ د غړو قاتلین یې باید مجازات شي.

خدای‌نظر په داسې حال کې چې په یوه لاس يې خپلې اوښکې د پټکي پر شمله پاکولې او په بل لاس يې خپل کنډواله کور ته اشاره وکړه وویل: «کور مې اوس پر زراعتي ځمکه بدل شوی، اقتصادي وضعیت مې خراب دی، د دې کنډوالې د بېرته جوړولو وس نه لرم.»

هغه زیاته کړه، د ماشوم زامنو مظلومانه شهادت او د لوڼو ټپي کېدو پر ملا کړوپ کړی او نور یې د دنیا له ژونده زړه تور دی.

نوموړی وايي، څلور کاله مخکې زموږ په سیمه کې د جګړې لمن خوره شوې وه او هیڅوک نه پوهېدل چې څه به کېږي.

د هغه په وینا: «بهرنیو پوځيانو اته ځلې زما پر کور چاپې ووهلې، موږ يې ډېر وځورولو، نه پوهېدو چې څه به کېږي، یوه ورځ ماښام یې زموږ پر کور هوايي برید وکړ، د تل لپاره يې د غم په ټغر کېنولم او د ژوند ټول خواږه يې رانه واخیستل.»

هغه وايي، امریکایانو يې د کورنۍ  غړو پر وژنې بسنه ونه کړه، بلکې ډېر وخت يې زنداني کړی هم و.

خدای‌نظر وویل: «بهرنیو پوځيانو مې پر کور چاپه ووهله، زه یې له ځان سره بوتلم او په خپله اډه کې يې څو ورځې سخت شکنجه کړم.»

هغه دغه راز وايي: «له راخلاصېدو وروسته اړ شوم چې د امریکایانو د ظلمونو له لاسه خپله سیمه پرېږدم، څلور کاله مې په بله سیمه کې ژوند وکړ.»

هغه سوړ اسویلی وایست، ویې ویل: «جګړه دې ورکه شي، موږ يې د غمونو په سیند کې ډوب کړو، هغه تنکي زامن مې هر وخت رایادېږي.»

نوموړي خپله کیسه وغځوله، زیاته یې کړه، لومړي دوه راکټونه یې د کور ترڅنګ ولګېدل او درېیم يې پر کور ور برابر شو.

دی وايي: «یوازې سره لمبه مې تر سترګو شوه، نور پر ځان نه یم پوه شوی خو چې یو وخت مې سترګې وغړولې کلیوال راټول وو، د دوو شهیدو زامنو جسدونه مې ولیدل، بېرته مې زړه ضعف وکړ، بیا نه یم پوه چې څه کیسه وه.»

هغه وايي، دوی ټول د کلیوالو له خوا د مارجې ولسوالۍ روغتون ته وړل شوي وو او له درملنې وروسته په ډېرې ناهیلۍ بېرته خپلې سیمې ته ستانه شول.

خدای‌نظر له حکومته غواړي چې د تېرو جګړو قربانیان دې نه هېروي او د ژوند په چارو کې دې مرسته ورسره وکړي.

نوموړي زیاته کړه: «پر نړۍوالې جنايي محکمې غږ کوم چې ټول هغه بهرني پوځيان دې محاکمه کړي چې بې‌ګناه افغانان يې وژلي دي.»

د خدای‌نظر ورور عبدالمنان وايي، څلور کاله وړاندې يې د ورور پر کور د بهرنیو پوځيانو له خوا هوايي برید وشو چې له امله يې دوه ورېرونه وژل شوي، ورور او درې ماشومې ورېرې يې سخت ټپيان شوي وو.

هغه هم له حکومته وغوښتل چې د تېرو جګړو د ټولو قربانیانو لاس‌نیوی وکړي.

نوموړي د جرمونو له نړۍوالې محکمې وغوښتل چې په افغانستان کې د شوو ظلمونو پوښتنه وکړي او مجرمین دې محاکمه کړي.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هم تاییدوي چې شاوخوا څلور کاله وړاندې د مارجې اوسېدونکي خدای‌نظر پر کور بهرنیو پوځيانو هوايي برید کړی و چې له امله يې د هغه دوه زامن شهیدان شوي، خپله او درې لوڼې يې ټپيان شوي وو.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض پژواک ته وویل: «حکومت په تېره جګړه کې له زیانمن شوو کورنیو سره د مرستې لړۍ پيل کړې او تر خپل وس پورې هڅه کوي چې مرستې ورسره وکړي.»

د یادونې ده، په تېره شل کلنه جګړه کې د هېواد په هره سیمه کې خلکو ته سخت ځاني او مالي زیانونه واوښتل او له امله يې میلیونونه کسان په مستقیم او غیرمستقیم ډول اغېزمن شوي او په بېوزلۍ کې ژوند تېروي.

Views: 51

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version