کابل (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۲): د احصایې نړۍ وېبپاڼې افغانستان د هغو لسو هېوادونو په کتار کې راوستلی چې تر نورو ډېره ککړه هوا لري.
یادې ادارې پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، منګولیا میانمار، لبنان، ګانا، نایجیریا، افغانستان، بنګلهدېش، ویتنام، نیپال او پیرو په ترتیب سره د نړۍ هغه لس هېوادونه دي چې تر نورو ډېره ککړه هوا لري.
د افغانستان د چاپېریالساتنې ملي ادارې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو تېره میاشت دې ادارې ویلي وو چې د هوا ککړتیا مخنیوي، چاپېریالساتنې او په ټولو فعالیتونو کې د چاپېریالي اصولو پلي کولو په موخه د یادې ادارې مفتشین په پرلهپسې او جدي توګه په مرکز او ولایتونو کې د صنعتي او تولیدي فابریکو، اصنافو او هر ډول فعالیتونو څارنه کوي.
Views: 192
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن