ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مسوولین: غزني کې یو شمېر کسان اوس هم د لرغونو او تاریخي سیمو د غصب هڅه کوي

غزني‌ښار (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۲): د غزني ځايي چارواکي وایي، په دغه ولایت کې اوس هم ځیني کسان د لرغونو سیمو او ځمکو د غصب هڅه کوي خو زیاتوي چې د دغه کار مخنیوي برخه کې یې جدي اقدامات کړي او څوک نه پرېږدي ځمکې غصب کړي.

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ملا حمیدالله نثار پژواک خبري اژانس ته وویل، یوه اونۍ مخکې د غزني ښار لومړۍ حوزې اړوند د روضې سیمه کې یو شمېر عامو خلکو غوښتل د کورونو جوړولو لپاره څه باندې ۲۰ جریبه لرغونې ځمکه غصب کړي خو دوی یې مخه ونیوه او دېوالونه یې ور ونړول.

هغه زیاته کړه، له دې مخکې هم په یاده سیمه کې لرغونې ځمکې غصب شوې دي خو دوی یې په اړه راپور چمتو کړی او د غصب شوو ځمکو د استرداد له کمېسیون سره به یې شریک کړي.

ملا نثار دغه راز وویل، د غزني زاړه ښار په تاریخي کلا، د منارونو او یو شمېر نورو سیمو کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ له ریاست سره ثبت دي، د غصب او کیندنو اجازه هیچا ته نه ورکوي.

د غزني یو شمېر اوسېدونکي د اطلاعات او فرهنګ ریاست د دغه کار هرکلی کوي.

د غزني یوه قومي مشر حاجي قیوم پژواک ته وویل، دغه ولایت د هېواد د نورو ډېرو ولایتونو په نسبت لوړ تاریخي ارزښت لري او له تېرو شلو کلونو راهیسې یې ډېر تاریخي ځایونه او ځمکې د زورواکو له لوري غصب شوي دي.

هغه زیاتوي: «د غزني د منارونو، د شیخ عبدالسلام مزار، د شیخ عبدالرزاق مقبرې او د زوړ ښار شاوخوا حریم هغه سیمې دي چې لوړ تاریخي ارزښت لري او خلک یې غصبولو ته زړه ښه کوي.»

یو بل کس عبدالرازق وايي، ځینو کسانو له تېرو سیاسي تحولاتو په استفادې یو شمېر سیمې او ځمکې غصب کړې خو د اطلاعاتو او فرهنګ له ریاسته غواړي چې د تاریخي ځایونو له ورانېدو او غصب څخه پر وخت مخنیوی او ساتنه وکړي.

د یادونې ده، غزني د هېواد یو له لرغونو ولایتونو ګڼل کېږي او د تاریخ په اوږدو کې د سترو امپراطوریو مرکز پاتې شوی دی.

هېره دې نه وي چې غزني کې تر سل ډېرې تاریخي او لرغونې سیمې لري چې له پنځوس ډېرې تاریخي سیمې او ځایونه د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره ثبت او راجستر دي.

Views: 118

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version