کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۲): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست وایي، ا.ا د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه د سترو اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره ډېر کار کړی، نور هېوادونه دې هم د افغان سوداګرو او پانګوالو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي او سوداګري دې له سیاست سره نه تړي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیاءاحمد تکل پرخپله ټویټرپاڼه لیکلي، مولوي امیرخان متقي دغه څرګندونې تېر ماښام په کابل کې د امام ابوحنیفه(رح) د دویم ملي او نړۍوال نندارتون په مناسبت جوړه شوې مېلمستیا کې وکړې.
دغه اووه ورځنی نندارتون – چې شاوخوا ۷۰۰ کورنیو او بهرنیو شرکتونو پکې ګډون کړی – د روانې چنګاښ میاشتې په ۲۵مه په کابل کې پرانیستل شو.
د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، مولوي امیرخان متقي په یاده میلمستیا کې وویل: «موږ د ویزو سهولت، د پانګونې فرصتونو، سوداګرو او پانګوالو ته د بنسټیزو خدمتونو وړاندې کولو، د ګمرکي خدمتونو او د صادراتو، وارداتو او د اموالو ټرانزیټ په برخه کې د بنسټیزو اسانتیاوو برابرولو په برخه کې د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره سترو اسانتیاوو د رامنځته کولو کې خورا ډېر کار کړی.»
متقي له نورو هېوادونو هم غوښتنه کړې چې د افغان سوداګرو او پانګوالو لپاره دې اسانتیاوې رامنځته کړي او تجارت دې له سیاست سره نه تړي.
هغه زیاته کړې، په افغانستان کې د پانګونې لپاره مناسب چاپېریال برابر شوی، هر اړخیز امنیت تامین او اداري اسانتیاوې برابرې شوي دي.
متقي زیاتوي: «اداري فساد له منځه وړل شوی، د بیروکراسي کچه راټیټه شوې او موږ د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د پانګونې لپاره هر اړخیزې او بې توپیره همکارۍ ته چمتو یو.»
هغه وایي، له ګاونډیو هېوادونو سره سوداګري او د افغانستان له لارې د سیمې نښلول د ا.ا.ا. د بهرني سیاست په لومړۍ کرښه کې ځای لري او د سوداګرۍ او ټرانزیټ د حجم زیاتول، د سیمهییزو لویو اقتصادي پروژو پلي کول، د پانګونې راجلبول، د بنسټیزو اقتصادي اسانتیاوو رامنځته کول او د عصري زیربناوو جوړول د دې پالیسۍ له مهمو شاخصونو څخه دي.
Views: 51
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن