کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۲): د کرکټ نړۍوالې شورا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکی جانتن ټروټ او لوبغاړی عظمتالله عمرزی جریمه کړي دي.
د کرکټ نړۍوالې شورا تېره ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي، دوی دواړو له بنګلهدېش سره د دویمې شل اوریزې لوبې پر مهال د کرکټ نړۍوالې شورا له قانونه د سرغړونې له امله جریمه شوي دي.
یادې شورا ویلي، له دوی دواړو د لوبې ۱۵ سلنه فیس ګرځول کېږي او هم یې د ورزشي اخلاقو یوه نومره کمه شوې ده.
په اعلامیه کې ویل شوي، د افغانستان سرروزونکي جانټن ټروټ د باران له امله د لوبې وخت لا ځنډېدو په خاطر له لوبڅارانو سره لانجه کړې وه.
همدارنګه، د کرکټ نړۍوالې شورا بیا افغان توپاچوونکی عظمتالله عمرزي د بنګلهدېشي لوبغاړي توحید هریدوی له سوځولو وروسته هغه ته له میدانه د وتلو اشارې له امله جريمه کړى دى.
دغه راز افغانستان او بنګلهدېش دوه سریزونه ترسره کړل چې د یو ورځنۍ لوبو سريز افغانستان خو د ٢٠ اوريزو سياليو سريز بيا بنګلهدېش وګټل.
Views: 3234
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن