کابل (پژواک، ۲ زمری ۱۴۰۲): د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې سبا ۱۳ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.
یاد بانک نن (د زمري ۲مه) د یوه ټویټ په خپرولو پر شرایطو برابرو له ټولو سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
سرچینې لیکلي، د لیلام ګټوونکي مکلف دي چې خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.
د سرچینې په خبره، د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نشته، د لیلام ګټوونکي باید د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل، په نغد ډول او په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.
د یادونې ده، د چنګاښ په ۲۷مه هم دغه بانک ۱۴ میلیون امریکایي ډالر د یوې دواطلبۍ په ترڅ کې د لیلام په ډول پلورلي وو.
Views: 14
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن