ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډبیلواېچ‌او:  په نړۍ کې هر کال اوبو کې د ډوبېدو له امله شاوخوا ۲۳۶ زره کسان ژوند بایلي

ډبیلواېچ‌او:  په نړۍ کې هر کال اوبو کې د ډوبېدو له امله شاوخوا ۲۳۶ زره کسان ژوند بایلي

author avatar
25 Jul 2023 - 16:57
ډبیلواېچ‌او:  په نړۍ کې هر کال اوبو کې د ډوبېدو له امله شاوخوا ۲۳۶ زره کسان ژوند بایلي
author avatar
25 Jul 2023 - 16:57

کابل (پژواک، ۳ زمری ۱۴۰۲): د روغتیا نړۍوال سازمان نن د زمري ۳مه «د ډوبېدو مخنیوي نړۍوالې ورځې» په مناسبت وایي، په نړۍ کې هر کال اوبو کې د ډوبېدو له امله څه د پاسه ۲۳۶ زره کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې د تودوخي درجې په لوړېدو سره په افغانستان کې په اوبو کې د ډوبېدو شمېر لوړیږي؛ ځکه ځوانان د ګرمۍ په موسم کې لامبو وهلو ته ځي.

د پژواک د خپرو شوو راپورونو له مخې، په دې وروستیو ورځو کې څو کسان لغمان، کونړ، ننګرهار، پنجشېر او بدخشان کې د لامبلو پر مهال اوبو کې ډوب او مړه شوي دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان نن (سه‌شنبه) د ډوبېدو مخنیوي نړۍوالې ورځې په اړه یو راپور خپور کړی او ویلي دي، په څه باندې تېره یوه لسیزه کې په نړۍ کې ۲،۵ میلیونه کسان په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي دي.

دغه راز په یاد راپور کې راغلي چې هر کال له ۲۳۶ زرو ډېر کسان په اوبو کې د ډوبېدو له امله ژوند له لاسه ورکوي.

د یاد بنسټ د شمېرو له مخې، په اوبو کې د ډبېدو له امله د مړینې له ۹۰ سلنه ډیرې پیښې په ټیټ او متوسط ​​​​عایدلرونکو هيوادونو کې پیښیږي او په اوبو کې د ډوبېدو لوړه کچه د ماشومانو او تنکیو ځوانانو په منځ کې ده.

د سرچینې په خبره، که څه هم د دغو پېښو انساني، اقتصادي او ټولنیز زیانونه ډېر دی خو د مخنیوي وړ دي.

دغه سازمان ویلي: «سږ کال د غرقېدو مخنیوي د نړۍوالې ورځې په مناسبت د روغتیا نړۍوال سازمان به د یوې عمومي صحي موضوع په توکه د غرقېدو په اړه عامه پوهاوي پر لوړولو تمرکز ته دوام ورکړي او خلکو ته یادونه کوي چې هر څوک کولای شي چې غرق شي، خو باید هيڅوک غرق نه شي.»

Views: 19

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.