ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې د ژورو څاګانو کيندلو په اړه اندېښنې؛ «د ځمکې لاندې اوبو کمېدو مخنیوي لپاره کوچني بندونه جوړیږي»

29 Jul 2023 - 18:02
29 Jul 2023 - 18:02

هرات (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۲): د هرات په مرکز او ولسوالیو کې د ژورو څاګانو کیندلو په‌ اړه د اندېښنو له زیاتېدو سره، د دغه ولایت سیمه‌ییزه اداره وايي چې د ځمکې لاندې د اوبو کمېدو مخنیوي لپاره کوچني بندونه جوړیږي.

هرات کې د لمریزې برېښنا په وسیله د ځمکې لاندې له اوبو بې‌درېغه استفادې او د کروندګر له لوري ورځ تر بلې د ژورو څاګانو کیندلو ډېرېدو، په راتلونکو کلونو کې د ځمکې لاندې اوبو د زېرمو کمېدو په اړه د هرات اوسېدونکو اندېښنې راپارولې دي.

د هرات کرنې انسټېټیوټ یوه استاد انجنیر محمودشاه حیدریان پژواک ته وویل، که د ژورو څاګانو پر کیندلو د حکومت له لوري لازم بندیزونه ونه لګول شي، په راتلونکو کلونو کې به د ځمکې لاندې اوبو زېرمې د پام وړ کمې شې.

هغه ټینګار کوي چې که لمریزه انرژي وړیا ده، خو اوبه حیاتي ارزښت لري او باید په مناسبه توګه ترې استفاده وشي.

هغه د هرات له سیمه‌ییزې ادارې غواړي څو د ځمکې لاندې اوبو د کمېدو مخنیوي لپاره لاس په‌ کار شي.

هغه وویل: «بزګران د وړیا لمریزې انرژۍ په وسیله له اوبو بې‎درېغه استفاده کوي، خلک باید د اوبو په کارولو کې سپما وکړي، سمه ده که انرژی وړیا ده، خو اوبه حیاتي ارزښت لري او باید مناسبه ګټه ترې واخیستل شي.»

بل‌خوا، د یاد ولایت بزګران هم وايي، دوی د وچکالۍ له امله د ژورو څاګانو کیندلو ته مخه کړې او دغه کار د دوی د کرنیز فعالیتونو لپاره ستره اړتیا ده.

د انجیل ولسوالۍ یوه بزګر ګل‌احمد پژواک اژانس ته وویل، اوسمهال په ویالو، چینو او کارېزونو کې اوبه نشته څو خپل کښتونه پرې خړوب کړي نو اړ دي چې ژورې څاګانې وکیندي او له دې لارې کښتونه اوبه کړي.

هغه زیاتوي، که دوی څاګانې ونه کیندي، کښتونه به یې حاصل ور نه کړي او ډېری خلک به وزګار او د ټولنې د اوږو بار شي، د هغه په خبره، په دغه ولایت کې له درېیو تر څلورو کلونو راهیسې د ځمکې لاندې اوبه له اتو تر ۱۱ مترو ټیټې شوې دي.

هغه وویل: «وچکالي راغلې، ویالو او کارېزونو کې اوبه نشته او نه شي کولای زموږ ځمکې خړوبې کړي، مجبور یو ژورې څاګانې وکیندو او خپل کښتونه اوبه کړو، که څاګانې نه وي، کرنه به هم نه وي او ټول به بېکاره شي.»

د هرات د اوبې ولسوالۍ یو بزګر عبدالظاهر هم وايي، وروستۍ وچکالۍ د دې لامل شوې څو ټول کارېزونه او د اوبو ویالې وچې شي.

هغه وویل، په دې پوهیږي چې د څاګانو کیندل د ځمکې لاندې د اوبو زېرمو د کمېدو لامل شوي، خو له اسلامي امارته غواړي څو د کرنې د ودې او ځمکو خړوبولو لپاره له دوی سره مرسته وکړي.‎

نوموړي څرګنده کړه چې په دې وروستیو کلونو کې وچکالۍ او د ژورو څاګانو کیندل د دې لامل شوي څو د ځمکې لاندې اوبه تر ۵۰ سلنه کمې شي او دا په داسې حال کې ده چې د هرات په مرکز او ولسوالیو کې ډېری کروندګرو د مجبوریت له امله تر ۱۰۰ مترو او ان تر دې ژورې څاګانې کیندلې دي.

په ورته مهال، د هرات ځايي مسوولین له جواز پرته د ژورو څاګانو پر کیندلو له بندیز ډاډمنتیا ورکوي او وايي، د یوه منظم پلان له مخې د ځمکې لاندې د اوبو له زېرمو د بې‌درېغه او غیرقانوني استفادې مخنیوی کیږي.

د هرات د والي ویاند مولوي نثاراحمد الیاس وايي، د دغه ولایت سیمه‌ییزه اداره د ځمکې لاندې د اوبو زېرمو کمېدو د مخینوي لپاره په پلان کې لري چې په ښار او ولسوالیو کې کوچني بندونه جوړ کړي.

هغه زیاده کړه چې د دغه بندونو جوړېدل به د ځمکې لاندې اوبو د کمېدو مخنیوی وکړي او د بزګرانو کروندو لپاره به هم خپل مثبت اغېز ولري.

د یادونې ده، د ځمکې لاندې اوبو زېرمو کمېدل د هېواد د کروندګرو، په ځانګړې توګه د هرات بزګرانو لپاره پر لویه اندېښنه بدل شوي او د اوبو کمښت ستونزه د دې لامل شوې څو څه موده مخکې د دغه ولایت د کرنې ریاست د شولو پر کرلو هم بندیز ولګوي.

Views: 25

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version