ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان دهنه‌غوري ولسوالۍ کې زرګونه کورنۍ د څښاک اوبو له کمښت سره مخ دي

31 Jul 2023 - 13:38
31 Jul 2023 - 13:38

پلخمري (پژواک، ٩ زمری ۱۴۰۲): د بغلان ولايت د دهنه‌غوري یو شمېر اوسېدونکي وايي، د نورو کلونو په پرتله سږکال په دې ولسوالۍ کې د څښاک اوبو ته د خلکو لاسرسی نور هم محدود شوی او له ستونزو سره مخ دي.

د یادې ولسوالۍ يوه قومي مشر عبدالمالک اخندزاده پژواک خبري اژانس ته وويل، د تېرکال په پرتله سږکال په دې ولسواالۍ کې د څښاک اوبو سطحه نوره هم ټيټه شوې چې له امله یې خلک په دې برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

هغه وايي، په  دهنه‌غوري  ولسوالۍ کې خلک کال کې یواځې دوه میاشتې د اړتیا ترکچې اوبو ته لاسرسی لري خو پاتې لس میاشتې بيا اوبه کمې وي.

هغه زياته کړه: «سږ کال چې د اوبو سطحه نوره هم ټيټه شوې لس کلي له یوه کوهي اوبه وړي ځینې وخت د اوبو وړلو پر نوبت د ماشومانو ترمنځ شخړې هم کېږي.»

هغه د اوبو د کچې د ټيټېدو پر لامل نه پوهېږي خو زياتوي چې په دې ولسوالۍ کې همدا مهال زرګونه کورنۍ د څښاک اوبو له کمښت سره مخ دي.

د یادې ولسوالۍ يو بل اوسېدونکی رحیم ایماق وايي، په دې ولسوالۍ کې ډېر خلک د څښاک پاکو اوبو له کموالي سره مخ دي.

هغه هم وايي، سږکال په دې ولسوالۍ کې اوبو سطحه ټيټه شوې او زياتوي: «داسې کلي او کورونه شته چې د څښاک اوبو لپاره يې خلک تر درېيو کيلومترو پورې مزل کوي.»

د همدې ولسوالۍ يو بل اوسېدونکی بازمحمد هم ورته څرګندونې کوي او وايي، يواځې د ژمي په موسم کې دوى د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسى لري.

د  دهنه‌غوري  ولسوالۍ يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومتي مسوولينو او مرستندويه ادارو يې غوښتنه وکړه چې ياده ستونزه يې هواره کړي.

دغه راز د  دهنه‌غوري  ولسوال مولوي عزت‌ الله قطیبه هم ياده ستونزه مني او وايي، د دې ولسوالۍ له څلورو کلیو پشه قول، جنګه غلي، قریه مراد او خواجه پاک پرته د نورو ټولو کلیو خلک د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د دې ولسوالۍ يو شمېر خلک د څښاک پاکو اوبو ترلاسه کولو په موخه شاوخوا څلور کيلومتره مزل کوي خو نږدې لس زره کورنۍ بيا د څښاک اوبو له جدي کموالي سره مخ دي.

د اړوندې موضوع په اړه د بغلان د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د برنامو پلې کولو آمر انجنیر وسیم رشیدي پژواک ته وويل، د اسلامي امارت واک ته له رسېدو راهیسې په  دهنه‌غوري  ولسوالۍ کې ۲۵ نیمه ژورې څاګانې کيندل شوي او ۱۵ نیمه ژورې څاګانې ترمیم شوي دي.

هغه وويل چې په همدې موده کې په  دهنه‌غوري  کې د اوبو رسولو يوه شبکه فعاله او دوه ترميم شوي او د څلورو مياشتو لپاره د يوه ټانکر په وسيله د ځينو کليو خلکو ته اوبو رسول شوي دي.

نوموړي تاييد کړه چې په  دهنه‌غوري  کې د يو شمېر سيمو خلک د څښاک پاکو له کمښت سره مخ دي خو زياتوي چې په دې اړه به له همکارو موسسو سره هم خبرې وکړي څو د خلکو دغه ستونزه هواره شي.

دا په داسې حال کې ده چې د اوبو د تنظیم چارو ادارې تېرکال په دغه ولایت کې د ځمکې لاندې اوبو سطحې د ښکته کېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه او د مخنیوي لپاره یې د ژورو څاګانو پرکيندلو بندیز لګولی و.

Views: 48

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version