هرات (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۲): د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي، د روان کال له پیل راهیسې ۲۴۰ بهرنیو سیلانیانو د دغه ولایت له سیاحتي ځایونو لیدنه کړې او سیلانیانو ته لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ګرځندوی امر مولوي رحمتالله محمدي وایي، په ټول هېواد کې د امنیت په تامینېدو سره بهرنیو وګړو ته هرات ولایت کې د ګرځندویۍ ډېره زمینه برابره شوې او تازه د اسټرالیا او روسیې هېوادونو ۱۳ سیلانیان دغه ولایت ته راغلي دي.
هغه په هرات کې د بهرنیو ګرځندویانو لپاره د لا ډېرې اسانتیاوو برابرېدو خبره کوي وایي، د یادې ادارې له خوا بهرنیو سیلانیانو ته شل ژباړن ګومارل شوي او کله چې دغه ولایت ته بهرني سیلانیان راځي، دوی ته پرته له کوم مصرفه ترجمان ورکول کېږي.
نوموړي وویل، د روان کال له پیله تراوسه د دغه ولایت لیدلو لپاره څه د پاسه څلور زره داخلي او ۲۴۰ بهرني سیلانیان راغلي دي.
بلخوا، د هرات ځيني فرهنګیان وایي چې د ګرځندوی صنعت د فرهنګي تعاملاتو ترڅنګ، د داخلي عواید زیاتېدو، د افغانستان د فرهنګ او هویت پېژندنې په برخه کې هم اغېزمن دی.
د یاد ولایت یو له فرهنګیانو غلام نبي ګلراني پژواک ته وویل، سیلانیانو ته ډېرو اسانتیاوو برابرول، د فرهنګي اثارو معرفي کول او له سیاحتي ځایونو د حکومت ملاتړ به په هرات کې د سیاحت بازار غوړېدو لامل شي.
مسوولین وایي، د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره په هېواد کې د ګرځندوی صنعت وده کړې او هره ورځ بهرني سیلانیان د هېواد بېلابېلو ولایتونو له سیاحتي سیمو لیدنه کوي.
Views: 23
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن