ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملا برادر په مشرۍ پلاوی ترکيې ته ولاړ

د ملا برادر په مشرۍ پلاوی ترکيې ته ولاړ

author avatar
8 Aug 2023 - 18:34
د ملا برادر په مشرۍ پلاوی ترکيې ته ولاړ
author avatar
8 Aug 2023 - 18:34

کابل (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۲): د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا برادر ترکيې ته د دغه هېواد له چارواکو سره پر لیدلو سربېره په يوه کنفرانس کې د ګډون په موخه په رسمي سفر ولاړ.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت په یوه ټويټ کې ویلي، د ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ یو پلاوی نن (سه‌شنبه) ترکیې هېواد ته په رسمي سفر تللی دی.

سرچينه زياتوي، یاد پلاوی به له ترکي چارواکو سربېره هلته له مېشتو افغان پانګوالو سره لیدنه وکړي او دغه راز په افغانستان کې پانګونې ته د بلنې په موخه به په یوه لوی کنفرانس کې هم ګډون وکړي.

Views: 126

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.