ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ یو شمېر اوسېدونکي: حکومت دې د تاریخي ابدو بیارغونې پاتې چارې بشپړې کړي

9 Aug 2023 - 14:33
9 Aug 2023 - 14:33

اسعداباد (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۲): د کونړ یو شمېر اوسېدونکي له حکومته غواړي چې دې په دغه ولایت کې د تاریخي ابدو د بیارغونې په موخه پيل شوې پروژې بشپړې کړي.

هغوی وايي، د تېر نظام پر مهال د دغه ولایت وټه‌پور او خاص کونړ ولسوالیو کې د یوه زیارت او تاریخي جومات د ترمیم چارې پيل شوې وې چې کارونه يې نیمګړي پاتې دي.

د دغه ولایت د مروروې ولسوالۍ د ادم‌خېلو سیمې یو اوسېدونکی محمدشعیب غروال وايي: «د تېر حکومت پرمهال په وټه‌پور ولسوالۍ کې د مولاصاحب بابا زیارت او په خاص کونړ ولسوالۍ کې د حضرت غفران رح بابا تاریخي جومات د بیارغونې چارې پېل شوې وې چې یوه اندازه کارونه یې مخ ته تللي وو، خو د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله یې ترسره شوي کارونه هم زیانمن شوي اوس له جدي ګواښ سره مخ دي.»

هغه له حکومته غواړي چې د دغو تاریخي ځایونو د ترمیم او بیارغونې پيل شوې پروژه دې ژر بشپړه کړي.

د کونړ وټه‌پور ولسوالۍ د نیشګام سیمې یو اوسیدونکی رسول‌محمد خاکسار وايي: «زموږ په سیمه کې د «مولاصاحب» بابا زیارت چې د پاسه سل کاله تاریخي قدامت لري او د تېر جمهوري نظام پرمهال يې د بیارغولو کارونه پيل شوي وو، خو نیمګړي پاتې دي.»

هغه وايي، د کونړ اطلاعاتو او فرهنګ ریاست دې د یادو پروژو بشپړولو ته پاملرنه زیاته کړي.

بلخوا د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست امر مولوي منیب‌الله افغان پژواک ته وویل، د تاریخي ابدو د ترمیم پروژې د پاتې چارو موضوع يې له وزارت سره شریکه کړې خو لا يې کارونه نه دي پيل شوي.

هغه زیاته کړه، په خاص کونړ ولسوالۍ کې د حضرت غفران رح جومات چې له یوې پېړۍ ډېر قدامت لري په تېر نظام کې يې څه باندې ۹ میلیون افغانيو په لګښت د ترمیم چارې پيل شوې وې.

هغه وايي چې د يادې پروژې چارې نږدې ۸۰ سلنه پر مخ تللي خو بشپړه شوې نه ده.

نوموړي وویل: «د خاص کونړ حضرت غفران تاریخي مسجد اتیا سلنه کارونه شوي دي، د وټه‌پور مولا صاحب بابا زیارت چې کابو ۳۰۰ کاله تاریخي قدامت لري د څه باندې څلور میلیونه افغانیو په لګښت یې د تېر حکومت پرمهال یوازې شل سلنه چارې ترسره شوې او نورې پاتې دي.»

د نوموړي په وینا که د یادو تاریخي ابدو د بیارغونې په موخه پېل شوې پروژې بشپړې نه شي، وېره شته چې د پروژې ترسره شوې چارې هم د وخت په تېرېدو زیانمنې شي.

د کونړ اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په وینا دغه ولایت کې ګڼ تاریخي ځایونه او ابدات شته چې جدي ساتنې او ترمیم ته اړتیا لري.

Views: 196

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version