کابل (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۲): د راپورونو له مخې، د پاکستان ټاکنو کمېسیون د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر عمران خان د پنځو کلونو لپاره نا اهل (بې واکه) اعلان کړی دی.
بيبيسي په یوه راپور کې ویلي، د پاکستان ټاکنو کمېسیون د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر عمران خان د پنځو کلنو لپاره نا اهل (بې واکه) بللی دی.
سرچینه زیاتوي، له دې پرېکړې وروسته عمران نه شي کولای په ټاکنو کې برخه واخلي او یا هم د تحریک انصاف ګوند مشري وکړي.
سرچینه وایي، پر همدغه بنسټ عمران خان د پاکستان پارلمان کې له خپلې څوکۍ هم بېبرخې کېږي.
په دغه راپور کې د پاکستان د ټاکنو کمېسیون اعلامیې له مخې ویل شوي: «د پلازمېنې اسلاماباد محکمې د شنبې په ورځ عمران خان ته د درېیو کلونو زندان او سل زره روپیو جرمانې سزا ورکړه او له هغه وروسته د پاکستان اساسي قانون ۶۳مې مادې د ۲۳۲ فقرې له مخې، نوموړی د پنځو کلونو لپاره نااهل بلل کېږي.»
په راپور کې زیاته شوې، د ټاکنو کمېسیون له دغه اعلان وروسته عمران خان نه په ټاکنو کې برخه اخیستلای شي او نه هم د تحریک انصاف ګوند مشري کولای شي.
سرچينه وایي، له دې مخکې د اسلاماباد عالي محکمې ویلي وو: «د پخواني لومړي وزیر عمران خان د اپیل غوښتنلیک یې منلی او قضیه به یې نن چهارشنبه ارزول کېږي.»
دا په داسې حال کې چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مرکزي کمېټې د ټول عمر لپاره د ګوند مشري عمران خان ته سپارلې ده.
د یادونې ده، د پاکستان پخوانی لومړی وزیر د تېرې شنبې ورځ په لاهور کې په خپل کور کې ونیول شو او پر درېيو کلونو بند محکوم شو.
Views: 32
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن