کندهار (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۲): د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد پرون کندهار کې له یو شمېر خبریالانو سره په ناسته کې وویل، د رسنیو قانون نهايي او مشرتابه ته لېږل شوی چې ډېر ژر به له رسنیو سره شریک شي.
هغه دغه راز رسنیو اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې خبریالانو ته ډاډ ورکړ چې له حکومتي ادارو سره به د رسنیو همغږي زیاته شي.
دغه ناسته چې د کندهار په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې جوړه شوې وه د محلي رسنیو ځینو مسوولینو هم پکې ګډون کړی و.
په یاده ناسته کې د تبسم راډیو مسوول صدیقالله افغان وویل، کندهار کې لا هم معلوماتو ته لاسرسی ډېر ستونزمن دی او ان د ځینو ادارو ویاندویان بیخي نه غواړي چې په رسنیو کې یې تصویر یا غږ خپور شي.
دغه راز د کندهار کلید راډیو مسوول بختمحمد ریحان وایي، دا لومړی ځل و چې ذبیحالله مجاهد له خبریالانو سره ناسته وکړه، نو تمه لري چې د خبریالانو ستونزې هوارې شي.
هغه وویل: «موږ یو ځل بیا معلوماتو ته د نه لاسرسي او ځينې نورې ستونزې شریکې کړې نو دا ځل خپله مخامخ مجاهد صاحب راسره و، تمه لرو چې ستونزې به حلوي.»
د ناستې په پای کې د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد هم دا ومنله چې په ځينو ادارو کې ستونزې شته؛ ویاندویان یا مسوولین یې له رسنیو سره لا هم ډېر بلد شوي نه دي.
خو هغه ژمنه يې وکړه چې په دې برخه کې به کار کوي، د خبریالانو او حکومتي اداردو تر منځ به همغږي زیاتوي.
هغه دغه راز زیاته کړه، د خبریالانو لپاره د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ځانګړي کارتونه جوړوي، څو خبریالان د راپور جوړولو پر مهال له ستونزو سره مخ نه شي.
هغه وویل: «د ستونزو حل لپاره هڅه کوو چې د حکومتي ارګانونو او خبریالانو ترمنځ همغږي زیاته کړو، څو د راپور جوړولو ساحه پراخه شي، د رسنیو نورې ستونزې به هم تر مشرانو ورسوو.»
Views: 58
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن