اټلانټا (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۲): د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند ترکيې ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د بهرنۍ سوداګرۍ بورډ له رییس نایل اولپک او یو شمېر لویو ترکي سوداګرو سره وکتل.
د اقتصادي مرستیال له دفتر څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې کتنه کې چې په استانبول ښار کې ترسره شوه، پر اقتصادي او سوداګریزو موضوعاتو سربېره په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې د شته فرصتونو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.
ملا عبدالغني برادر په یاده کتنه کې افغان او ترکي پانګوالو ته ډاډ ورکړ چې په افغانستان کې د امنیت په ټینګېدو سره د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت د کانونو، کرنې، برېښنا تولید، زېربناوو، صنعت، مخابراتو، سوداګرۍ او نورو بېلابېلو برخو کې پانګونې ته اسانتیاوې برابرې کړي او د پانګوالو بشپړ ملاتړ کوي.
دغه راز د یادې لیدنې پر مهال د غونډې له ګډونوالو سره په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې د شته فرصتونو او د افغان حکومت له لوري د پانګونې په برخه کې د راغلو اسانتیاوو په اړه پوره معلومات هم شریک شول.
په غونډه کې د ګډونکوونکو کمپنیو استازو، چې ډېری یې په افغانستان کې د پانګونې مخینه او تجربه لري، په افغانستان کې پانګونې ته بشپړه لېوالتیا وښوده او څرګنده یې کړه چې له شته فرصتونو به د دواړو هېوادونو په ګټه کار واخلي.
د يادونې ده، د ترکیې د بهرنۍ سوداګرۍ بورډ یو غیردولتي ترکي سازمان دی چې په ۱۹۸۵ ميلادي کال کې رامنځته شوی او د نړۍ په ۱۵۲ هېوادونو کې په مختلفو برخو کې د پانګونې بريالۍ تجربه لري.
په دې ناسته کې یو شمېر افغان پانګهوالو هم ګډون کړی و.
تر دې مخکې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر او یو شمېر نورو چارواکو سره هم لیدنې کړې دي.
Views: 328
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن