ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نديم: د ماسټري او دوکتورا لپاره بهر ته تللي ۴۵۰ استادان بېرته راستانه شوي

نديم: د ماسټري او دوکتورا لپاره بهر ته تللي ۴۵۰ استادان بېرته راستانه شوي

author avatar
13 Aug 2023 - 18:55
نديم: د ماسټري او دوکتورا لپاره بهر ته تللي ۴۵۰ استادان بېرته راستانه شوي
author avatar
13 Aug 2023 - 18:55

کابل (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۲): د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست د دې په ویلو سره چې د افغان نړۍوال پوهنتون استادانو معاشونه به له ۱۲۰ زره تر ۱۹۰ زره افغانيو پورې وي، زياتوي، د پنځوسو ښځو په ګډون ۴۵۰ هغه استادان چې په بهر کې يې د ماسټري او دوکتورا پروګرامونه بشپړ کړي، بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه څرګندونې د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر مولوی ندامحمد ندیم په سپېدار ماڼۍ کې هغې غونډه ته وکړې چې د هېواد د بېلابیلو پوهنتونونو استادانو په کې ګډون کړی و.

هغه وویل، د یوه هېواد په جوړولو او د امن په راوستلو کې علمي قوه ډېر رول لري او که علمي ادارې قوي وي بیا نظام له هيڅ ستونزې سره نه مخ کېږي.

هغه وايي: «د یوه نظام چلول، یو نظام په داسې شکل مخې ته وړل چې د ټولنې حقوق ادا شوي وي او د مشکلاتو حل احساس وکړي، دا په دې پورې تړلې ده چې استادان خپلو مسوولیتونو ته متوجه شي او نظام د استادانو خدمت ته متوجه شي.»

د ده په خبره، ۴۵۰ هغه استادان چې په بهرنیو هېوادونو کې د ماسټرۍ او دوکتورا دورې بشپړې کړي، بېرته هېواد ته راستانه شوي، ۲۰۰ تنه نور په علمي سفر او ۱۵۰ بیا د لنډ مهال لپاره تللي دي.

هغه وویل، اسلامي امارت د استادانو اقتصادي ستونزو هواري ته زیاته پاملرنه کوي.

نديم زیاتوي: «موږ افغان نړیوال اسلامي پوهنتون لرو چې مخکې امریکایي پوهنتون و او کوښښ کوو چې دغه پوهنتون په نړیواله کچه یو پوهنتون شي او د دغه پوهنتون د استادانو د معاشونو سلسله به له ۱۲۰ زره څخه نیولې تر ۱۹۰ زرو افغانيو پورې ورسېږي او په ټول امارت کې د یو وزیر معاش ۱۹۰ زره نه دی او موږ د وزیر پر ځای استاد ته ترجيح ورکړې، ځکه موږ تحصیل ته ژمن یو، د ملت او نظام اړتیا یې بولو.»

مولوي نديم د استادانو د ځينو غوښتنو په تړاو وویل، د استادانو د کورونو ستونزه به په نږدې وخت کې حل شي او دغه راز یې زیاته کړه، استادانو ته یې ټول معاشونه ورکړي او که کوم پاتې وي، د تخنیکي ستونزو له امله به پاتې وي.

په غونډه کې د هلمند پوهنتون استاد دوکتور نور احمد ایمل له حکومته غوښتنه وکړه چې د هېواد په پوهنتونونو کې دې د ماسټري او دوکتورا برنامې جوړې کړي.

د هغه په خبره، هغه استادان چې له هېواده بهر د ماسټري او دوکتورا لپاره تللي وو، د دوو کلونو معاشونه یې پاتې دي او نه دي ورکړل شوي، په کار ده چې هغه ورکړل شي.

د بغلان پوهنتون استاد دوکتور وحیدالله جمال له مسوولینو غوښتنه وکړه چې تحصيلي بنسټونه دې پیاوړي کړي او هم دې په هېواد کې کادرونو ته پاملرنه زیاته کړي.

هغه له حکومته غوښتنه وکړه چې استادانو ته دې کورونه ورکړي؛ ځکه اوسنی معاش یې بسنه نه کوي.

Views: 117

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.