ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني یو شمېر اوسېدونکي: ماینونه او ناچاوده توکي لا هم زموږ ژوند ګواښي

غزني‌ښار (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۲): د غزني یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د ماینونو او ناچاودو توکو پر شتون اندېښنه څرګندوي او وايي چې حکومت او اړوند بنسټونه دې دغې برخې ته جدي پاملرنه وکړي او دغه توکي دې له منځه یوسي.

هغوی زیاتوي، غزني کې ډېرې جګړې تېرې شوې او له هماغه مهاله په‌کې ماینونه او او ناچاودې توکي ډېر پاتې دي چې باید جدي پاملرنه ورته وشي او له منځه یووړل شي.

د غزني د اندړو ولسوالۍ ګوډلو سیمې یوه اوسېدونکي لاهور پژواک خبري اژانس ته وویل، ناچاودو توکو د چاودنې له کبله یې خپل دوه ماشومان له لاسه ورکړي.

دغه راز د غزني ناور ولسوالۍ ګلزار سیمې یوه اوسېدونکي شاخان پژواک ته وویل، د ناچاودو توکو له امله یې تر اوسه په کورنۍ کې څلور کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې چې دوه ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي.

د نوموړي په خبره، په سیمه کې یې د تېرو جګړو له امله ډېر نور ماشومان هم د همدې ناچاودو توکو د چاودنو له امله زیانمن، معلول او یا وژل شوي دي.

یوه ځوان فعال منیر پژواک ته وویل، په غزني کې د ماینونو او ناچاودو توکو شتون یوه لویه ستونزه ده چې له امله يې یو شمېر کسانو خپل ژوند یا د وجود غړي له لاسه ورکړي دي.

نوموړی وايي، نه یوازې په یاد سیمو، بلکې د غزني په نورو سیمو کې هم د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمېر کسانو ته د ناچاودو توکو چاودنو له امله مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

هغه له حکومت او مرستندویه بنسټونو وغوښتل چې د ناچاودو توکو د ګواښونه دې کم کړي؛ په دې اړه دې د عامه پوهاوي کمپاین پیل کړي څو خلک وپوهېږي.

هغه د هېلوټرسټ ماین پاکۍ پر موسسې هم نیوکه وکړه چې تېر ژمی یې د ماین پاکۍ پروګرام د کمې مودې لپاره پیل کړ خو وروسته یې بیا درک معلوم نه شو.

خو د هيلوټرسټ (hello trust) ماین پاکۍ موسسې د ولایتي چارو همغږي‌کوونکي صلاح‌الدین ایوبي پژواک ته وویل چې تېر ژمی یې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت تر چتر لاندې د ماینونو تدویر او انسجام ریاست له برېښنا شرکت سره په هغو سیمو کې مرسته وکړه چې د برېښنا نوې پایې درولې.

هغه وویل، چارو یې ټولټال ۲۳ ورځې وخت ونیو چې د غزني په اړوندو سیمو کې یې له یادو ساحو د شلو په شاوخوا کې ماینونه او ناچاوده توکي کشف او خنثا کړل.

هغه زیاته کړه: «دغه هېواد، په ځانګړي ډول غزني ولایت د تېرو زیاتو جګړو شاهد و چې تر اوسه په کې په زیاته اندازه ناچاوده توکي موجود دي چې باید پاملرنه ورته وشي.»

په ورته وخت کې د غزني ولایت امنیتي مسوولین هم د ناچاودو توکو او ماینونو شتون تاییدوي او وايي چې دغه ماینونه او ناچاوده توکي کله کله د دغه ولایت د اوسېدونکو ژوند ته لوی ګواښ وي.

د غزني امنیې قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي پژواک ته وویل چې د یو کال په اوږدو کې د غزني په ده‌یک، اندړو، ګيرو، ناور، قره‌‎باغ، مقر او واغظ ولسوالیو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۶ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې چې له ډلې یې ۸ کسان وژل شوي او ۸ نور تپیان وو.

د سرحدي په وینا، له دې مخکې هم په دغه ولایت کې د روسانو د وخت، امریکایانو او تېر نظام ځواکونو ناچاوده توکي پاتې دي چې وخت ناوخت د دغه ولایت له وګړو قرباني اخلي.

هغه زیاته کړه: «همدا تېره اونۍ هم د غزني مرکز څلورمې حوزې اړوند شهباز او عاشوقوالو سیمو څخه څلور حلقې ماینونه چې دوه یې د روسانو له وخته پاتې وو، په داسې حال کې چې د کابل – کندهار لویه لارې د بیارغونې چارې هم روانې دي، کشف او خنثا شول.»

دی وايي چې په ځمکو کې د دوی د دورې زاړه ځای پر ځای شوي ماینونه چې په هېره پاتې شوي، هم د سړک کارکولو په جریان کې راښکاره کېږي.

د نوموړي په خبره: «د سږ کال په جریان کې یې د غزني له قلاتي سیمې دوه حلقې ماینونه، له قچ‌کلا سیمې دوه حلقې ماینونه، عاشقوالو سیمې دوه حلقې ماینونه، له شهباز سیمې دوه حلقې ماینونه زموږ د لویو لارو ساتونکو انجینري مسلکي ټیمونو له خوا په مسلکي ډول له ځمکو رایستل شوي او خنثا شوي.»

نوموړی له موسساتو غواړي چې غزني کې دې هغه سیمې له ماینونو پاکې کړي چې جګړې په کې تېرې شوې او خلکو ته یې د ژوند چارې سختې کړې دي.

د مسوولینو او خلکو په خبره، افغانستان د اوږدې جګړې له پلوه په نړۍ کې تر ټولو زیات ځمکني ماینونه لري چې د ماینونو دوام د دغه هېواد د خلکو د ژوند پر وړاندې یوه جدي ننګونه او د افغانستان د بیارغونې او پراختیا په لاره کې یوه جدي ستونزه ده.

Views: 264

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version