ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په جمهوریت او امارت کې اداري فساد؛ خلک او کارپوهان څه وایي؟

15 Aug 2023 - 10:55
15 Aug 2023 - 10:55

کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۲): په افغانستان کې د اسلامي امارت واکمنۍ د دوو کلونو په پوره کېدو سره یو شمېر هېوادوال او شنونکي وايي، اداري فساد د جمهوریت د دورې په نسبت کم شوی خو په بشپړه توګه له منځه نه دی تللی.

هغوی په هېواد کې له اداري فساد سره د مبارزې لپاره د قانوني میکانېزمونو پر جوړېدو د ټینګار ترڅنګ له سرپرست حکومته غواړي څو د اداري فساد پر وړاندې مبارزه کې نړۍوالو بنسټونو ته اجازه ورکړي چې پر دولتي ادارو څارنه او کنټرول ولري.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، اداري فساد افغانستان کې نږدې صفر ته رسېدلی او که په ځینو کوچینو «او ټیټو ادارو کې فساد ولیدل شي، په صراحت سره یې مخنیوی کېږي او په دې برخه کې ځینې داسې ادارې هم شته چې پلټنه او ځېړنه کوي.»

افغانستان کې د اداري فساد پایلې

اداري فساد د نړۍ په نږدې ټولو هېوادونو کې په ځانګړې توګه د افغانستان په څېر وروسته پاتې هېوادونو کې منفي پایلې لري او د هېواد د ودې او پرمختګ مخنیوی کوي، د حکومتونو اغېزمنتیا او مشروعیت ته زیان رسوي، د هېواد امنیت او ثبات له ګواښ سره مخ کوي او د سیاسي او اقتصادي پراختیا د مخنیوي لامل کېږي، د حکومت پر وړتیا او سیاسي ارادې د خلکو باور کمزوري کېدو او د زیاتو غوښتنو او ښه راتلونکي لپاره د خلکو هیلو له منځه وړلو لامل ګرځي.

په ټولنه کې د فساد پراخېدل د ډېرو اقتصادي، ټولنیزو او ملي پرمختګونو د مخنیوي لامل کېږي او هېواد او په پای کې خلک له سترو زیانونو سره مخ کوي چې یوه له مهمو منفي پایلو یې په هېواد کې د ټولنې ترمنځ طبقاتي واټن رامنځته کېدل دي.

اداري فساد له پخوا راهیسې افغانستان کې شته او په افغانستان کې یې تاوتریخوالی، نفاق، قومي مخالفتونه ‎او په زرګونه نور نه جبرانېدونکي کړکېچونه رامنځته کړي دي.

په تېرو ۲۰ کلونو کې افغانستان د جمهوريت پرمهال تل د هغو هېوادونو د نوم‌لړ په سر کې و، چې فساد به پکې موجود و، خو اوس په افغانستان کې د اسلامي امارت له دوه کلنې واکمنۍ وروسته، سرپرست حکومت ادعا کوي چې په دولتي ادارو کې د فساد په مخنیوي توانېدلی، هغه څه چې یو شمېر خلک یې ردوي او یوازې یو شعار یې بولي.

خو د روڼتیا د نړۍوال سازمان د تیر کال د درجه بندۍ له مخې، افغانستان د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې له فساد سره مبارزه کې د پرمختګ پر لور ۲۴ ګامونه اخیستي دي.

اداري فساد د جمهوريت په پرتله کم شوی خو په بشپړه توګه له منځه نه دی تللی

یو شمېر شنونکي په دې باور دي چې په تېرو دوو کلونو کې د اداري فساد یو څه مخنیوی شوی، خو لکه څنګه چې له اسلامي امارته تمه کېده چې په راتلو سره به یې په بشپړ ډول شفافیت راځي، خو اوس هم په دولتي ادارو کې فسا شته.

د سیاسي چارو یو شنونکی نجیب‌الله جامع وايي، افغانستان کې واک ته د اسلامي امارت له بیا رسېدو او د نظام له بدلېدو سره فساد تر ډیره له منځه تللی او اوس نظام‌مند فساد نشته.‎

خو د هغه په ​​باور، که سرپرست حکومت غواړي چې په ټولو برخو کې فساد په بشپړه توګه له منځه لاړ شي، بايد نظام قانوني شي او داسې ميکانېزمونه جوړ کړي چې د فساد په مخنيوي کې موثر وي، په نظام کې ځواب ورکونه زياته شي، رسنۍ بايد ډېرو اطلاعاتو ته د لاسرسۍ ولري، حقوقي بنسټونه جوړ شي څو د مفسدینو پلټنه وشي او حقوقي چلند ورسره وکړي.‎

د جامع په خبره، اوسنی حکومت له اداري فساد سره د مبارزه په برخه کې جدي دی، خو دغه جديیت باید حقوقي، قانون‌مند، د اصولي او معیاري مېتودونو پر بنسټ وي.

دغه راز هغه زیاته کړه چې سرپرست حکومت باید یوازې د افغانستان خلکو ته نه، بلکې هغو نړۍوالو بنسټونو ته هم حساب ورکوونکی وي چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې کار کوي او هغوی ته اجازه ورکړل شي څو راشي او له دولتي ادارو څارنه وکړي.

جامع د روڼتیا‎ نړۍوال سازمان هغه نوملړ ته په اشارې سره چې افغانستان په ۲۰۲۲ کال کې ۲۴ ګامه پرمختګ کړی، وویل، تر څو چې د نظام کړنلاره له حقوقي پلوه تعریف او له سیاسي اړخه د نظام بڼه مشخصه نه شي، اساسي قانون تعریف او د قوا تفکیک ونه شي او د ادارو د څارنې او پلټنې لپاره وسایل او لارې برابرې نه شي؛ افغانستان نه شي کولای له فساد سره مبارزه کې ریښتیني پرمختګونه وکړي.

خو هغه زياته کړه، د افغانستان اوسنيو شرايطو، بنديزونو او سياسي انزوا ته په کتو سره، د اداري فساد په مخنيوي کې د سرپرست حکومت هڅې د ستاينې‌وړ دي.

جامع دغه راز له اداري فساد سره مبارزه کې د تېر نظام او امارت پرتلې ته په اشارې وویل: «هغه اراده چې زه یې په امارت کې وینم، په ​​جمهوریت کې نه وه، په جمهوریت کې یوازې شعار و.»

هغه دې ته په اشارې چې د وخت ضایع کول، خپلوي پالل، کار اهل کار ته نه سپارل هم یو ډول فساد دی، وړاندیز وکړ چې ډیجیټل حکومتوالۍ د اداري فساد د بشپړ له منځه وړلو لپاره ښه انتخاب دی.

«اسلامي نظام داسې نظام دی چې په هغه کې د ټولنې له یو عادي وګړي سره هم ظلم ونه شي او عدالت پر ټولو خلکو یو شان عملي شي.»

د پوهنتون استاد جنت فهیم چکري وايي، د تېرو دوو کلونو په لړ کې له اداري فساد سره د مبارزې برخه کې ښه کارونه شوي، خو لکه څنګه چې له اسلامي امارت تمه کېده چې په راتلو سره به یې په بشپړه توګه شفافیت رامنځته شي، عملي نه شو او اوس هم په دولتي ادارو کې فساد شته او په محکمو کې عدالت په بشپړه توګه نه دی تامین شوی.

هغه دې ته په اشارې چې «فساد په بشپړه توګه له منځه تللی نه دی او لا هم شته»، زیاته کړه چې اداري فساد لا هم په ټولو برخو موجود دی او حکومت باید د هغه د مخنیوي لپاره قانون‌مند میکانېزمونه جوړ کړي.

چکري زياته کړه چې اوسني حکومت د تېر حکومت په پرتله له اداري فساد سره مبارزه ‎ کې ښې پايلې لري او اوس د خلکو چارې نسبتاً ښې پرمخ وړل کېږي.

نوموړي دې ته په اشارې چې په تېر نظام کې شاوخوا ۱۰ داسې بنسټونه او ادارې وې چې د دولتي ادارو چارې يې څارلې، له اوسني حکومته يې وغوښتل څو د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې برخه کې نړۍوالو بنسټونو ته د څارنې اجازه ورکړي.

چکري دغه‌راز له سرپرست حکومته وغوښتل چې کار اهل‌ کار ته وسپاري، په دولتي ادارو کې دې ژمن او متخصص کسان وګوماري، یوزاې په شعارونو بسته ونه کړي او حکومتي چارواکي په عملي بڼه ادارو ته لاړ شي او له خلکو وپوښتي چې د حکومت چلند په رښتیا هم د شریعت او اسلامي احکامو سره سم دی او کنه؟

په ورته ومهال، کې عزیزالله معراج د سیاسي چارو شنونکی وايي، د تېرو ۲۰ ‎کلونو او جمهوریت په پرتله چې ادراي فساد، لوټماري او بډې اخیستل ډېر وو، اوس اداري فساد د هغه وخت په نسبت کم شوی دی.

د هغه په ​​خبره: «په ټوله کې نه شو ویلای چې اداري فساد په بشپړه توګه له منځه وړل شوى؛ فساد اوس هم شته؛ معلومات راځي او وېډیوګانې شته، خلک په ادارو کې له فساده شکایت کوي او دغه راز ‎زورواکي او بډې اخیستل شته، خو په هغه ډول چې مخکې وو، اوس په هغه اندازه نه دي.»

خلک څه وايي؟

د هېوادوال هم په تېرو دوو کلونو کې په دولتي ادارو کې د اداري فساد د شتون په‌ تړاو بېلابېل نظرونه لري، خو د ډېریو غوښتنه دا ده چې اوسنی حکومت باید په ټوليز ډول د اداري فساد مخنیوی وکړي.‎

د بغلان اوسېدونکی شېراغا شایان وايي: «اداري فساد په تېر حکومت کې ډېر و، خو اوس کم شوی دی؛ يعنې د تېر حکومت په څېر نه دی.»

هغه له سرپرست حکومته وغوښتل چې په هېواد کې د اداري فساد د بشپړ له منځه وړلو لپاره نړۍوالو بنسټونو ته اجازه ورکړي څو پر دولتي ادارو څارنه وکړي.

د جلال‌اباد ښار یو اوسېدونکی بهادر له خپلې تجربې وايي چې په تېر حکومت کې به يې د ترافيکو په رياست کې بډې ورکولې څو کارونه یې پرمخ لاړ شي خو اوس څو مياشتې وړاندې دغه رياست ته ورغلی و او له یوې افغانۍ رشوت ورکولو او وخت ضایع کېدو پرته یې پر وخت کارونه خلاص شول.

د کابل یو اوسېدونکی سیدمبین هاشمي وايي: «فساد کم شوی، خو له منځه نه دی تللی، په افغانستان کې بیخي له منځه نه ځي، ځکه د جمهوریت پر مهال ډېر لاسونه وو، اوس یو لاس دی.»

هغه دې ته په اشاره چې اداري فساد د یوه هېواد بنسټ له ‌منځه وړي، له اسلامي امارته وغوښتل چې داسې مېکانېزمونه جوړ کړي څو هېواد کې اداري فساد په بشپړه توګه له منځه لاړ شي.

د تېر حکومت يو کارکوونکی چې اوس جرمني ته تللی او نه غواړي نوم يې واخیستل شي، ادعا کوي چې اوس هم په دولتي ادارو کې فساد شته او له فساد سره مبارزه يوازې د شعار تر بریده ده.

هغه زیاتوي چې له تحول وروسته چې کله له دندې منفک شو، نو بهر ته د تګ لپاره یې خپل ځان او د کورنۍ درېیو نورو غړو ته د ۳۶۰۰ امریکايي ډالرو په ورکولو سره پاسپورټونه واخیستل.

«افغانستان کې اداري فساد نږدې صفر کچې ته رسېدلی»

خو د اسلامي امارت وياند ذبيح‌الله مجاهد پژواک خبري اژانس ته وويل: «اداري فساد افغانستان کې نږدې صفر کچې ته رسېدلی او که په ځينو کوچنیو او ټیټو ادارو کې فساد ولیدل شي، نو په ښکاره يې مخنیوی کېږي او په دې برخه کې داسې ادارې هم شته چې پلټنه او څېړنه کوي.»

د هغه په ​​خبره، د تېرو کلونو په پرتله چې په افغانستان کې اداري فساد اوج ته رسېدلى و، اوس يې مخه نيول شوې، په هغه وضعیت کې نه دی او اسلامي امارت له فساد سره مبارزې ته ژمن دى.

دغه راز مجاهد له اداري فساد څېړونکو نړۍوالو بنسټونو په اړه وايي: «تر اوسه پر دوی باور نه لرو، لومړی یې اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی او دویم دا چې دوی د هغه هېوادونو اړوند دي چې یو ځل یې په افغانستان کې جګړه او اشغال درلود، عمومي باور ته اړتیا ده او ښايي په قصدي ډول ورسره همکاري وکړو، خو اوس له وخت مخکې ده.»

هغه زیاته کړه چې صفر ته د فساد کچې رسول په پرمختللو هېوادونو کې هم ممکن نه دي، خو اوس یې مخنیوی شوی، څو [اداري فساد] پر یوه فرهنګ او ننګونې تبدیل نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د روڼتیا د نړۍوال سازمان د درجه بندۍ له مخې چې پنځه میاشتې مخکې یې راپور خپور شو، په ۲۰۲۲ کال کې د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې افغانستان له اداري فساد سره د مبارزې د نړۍوالو شاخصونو له پلوه د پرمختګ پر لور ۲۴ ګامه پرمختګ کړی دی.

د دغه راپور پر بنسټ، افغانستان د نړۍ له ۱۸۰ هېوادونو په ۲۰۲۱ کال کې له ۱۷۴ ځایه په ۲۰۲۲ کال کې ۱۵۰ ځای خپل کړی دی.

خو د روڼتیا نړۍوال سازمان په دغه راپور کې د فساد پر وړاندې د مبارزې په نړۍواله درجه بندۍ کې د افغانستان پرمختګ په اړه جزئیات نه دي ورکړي.

Views: 174

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version