ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملګرو ملتونو افغانستان کې د نجونو زده‌کړو لپاره کمپاین پیل کړ

ملګرو ملتونو افغانستان کې د نجونو زده‌کړو لپاره کمپاین پیل کړ

author avatar
15 Aug 2023 - 16:53
ملګرو ملتونو افغانستان کې د نجونو زده‌کړو لپاره کمپاین پیل کړ
ارشیف
author avatar
15 Aug 2023 - 16:53

کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۲): ملګري ملتونه وايي، د ا.ا واکمنۍ له دوکلنې کېدو سره هم‌مهاله یې په افغانستان کې د نجونو زده‌کړو لپاره کمپاین پیل کړی دی.

د وړم کال د زمري په ۲۴مه د افغانستان پخوانی حکومت له منځه ولاړ او ځای یې اوسني سرپرست حکومت ونیو.

نن د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو ۲۴ میاشتې پوره شوې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) نن پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي: «واک ته دوه کاله وړاندې په افغانستان کې د طالبانو له رسېدو او د نجونو پر منځنیو او لوړو زده‌کړو له بندیز وروسته – په بېړنیو او اوږدمهاله بحرانونو کې د زده‌کړو لپاره د ملګرو ملتونو نړۍوال وجهي صندوق – د افغان نجونو غږ یو دردوونکی کمپاین پیل کړ چې عنوان یې دی «تعلیم انتظار نه شي کولی.»؛ دغه کمپاین په نړۍواله کچه د هغو ځوانو افغان نجونو غږ پورته کوي چې د زده‌کړو له اساسي حق څخه بې برخې دي.

سرچینې دغه راز لیکلي چې د ۲۰۲۱ د اګسټ له ۱۵مې وروسته د افغان ښځو لپاره هر څه بدل شول او دا دی له هغې مودې دوه کال پوره کېږي خو اوس هم دا محدودیتونه شتون لري چې د افغان مېرمنو د ژوند پر هر اړخ اغېز کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې وړم کال د زمري میاشتې له سیاسي بدلون وروسته، د ۱۴۰۱ کال د وري مياشتې په لومړيو کې اسلامي امارت په افغانستان کې د نجونو له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو او د همدغه کال په لېندۍ میاشت کې د نجونو پوهنتونونو فعالیت تر دویم امر پورې وځنډاوه، خو ویلي یې دي چې دغه پرېکړه دایمي نه ده او هڅې روانې دي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ورته حل‌لاره پیدا شي.

Views: 96

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.