ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مسوولین: سمنګان کې د بادامو حاصل نږدې ۶۰ سلنه کم شوی

16 Aug 2023 - 16:43
16 Aug 2023 - 16:43

ایبک ښار (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۲): د سمنګان د کرنې ریاست مسوولین وايي، سږ کال د بادامو حاصلات د تېر کال په پرتله ۶۰ سلنه کم شوي خو بلخوا بیا بڼوال او سوداګر شکایت کوي چې په دغه ولایت کې د بادامو بازار کمرنګه دی.

د سمنګان د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر انجنیر خلیل کریمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېر کال ژمی د اقلیمي بدلونونو او سړې هوا له امله په دغه ولایت کې باغونو او ونو زیان ولید چې له امله یې کم حاصلات ورکړل.

هغه دغه راز د بادامو حاصلاتو کمېدو بل لامل په یاد ولایت کې د انجې کښت ته د کروندګرو لېوالتیا په ګوته کړه او ویې ویل چې ځیني بڼوالو د بادامو ونو پاللو پر ځای د انجې کرلو ته مخه کړې ده.

د کریمي د معلوماتو له مخې، سمنګان پنځه زره او ۱۲۴ هکتاره د بادامو باغونه لري چې سږ کال په ټوله کې له یادو باغونو ۱۹۰۰ ټنه بادام ترلاسه شوي، په داسې حال کې چې دغه رقم تېر کال ۴۶۰۰ ټنه و.

ورته مهال، بڼوال او سوداګر په دغه ولایت کې د بادامو د پلور بازار له کمرنګوالي شکایت لري.

سمنګان کې د بادامو یو سوداګر ذبیح‌الله وایي، هر کال به یې نورو ولایتونو ته بادام لېږل او ښه بازار یې درلود، خو سږ کال د تېر په پرتله سره له دې چې په دغه ولایت کې د بادامو حاصلات کم شوي، ښه بازار هم نه لري.

هغه زیاته کړه، تېر کال یو من شکوربایي بادام په ۲۲۰۰ افغانۍ پلورل کېدل خو سږ کال دغه بادام له ۱۴۰۰ تر ۱۵۰۰ افغانیو پلورل کېږي.

سمنګان کې یوه بڼوال نقیب‌الله هم وویل چې تېر کال یې خپل باغه ۳۰۰ منه بادام حاصل درلود خو سږ کال یې حاصلات د تېر ژمي سړې هوا او د ونو یخ وهلو له امله ۲۰ کیلوګرام ته راټیټ شوي دي.

د یاد ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ یو بڼوال حاجي محمدصادق هم سږ کال د خپلو بادامو له حاصلاتو راضي نه دی.

هغه وایي چې تېر کال یې د باغونو حاصلات ښه وو، خو سږ کال یې هیڅ حاصل نه دی ورکړی.

د بادامو حاصلات کېدل او د پلور لپاره یې د مناسب بازار نه شتون د بڼوالو لېوالتیا کمه کړې او هغوی د خپل ولایت د مشهورو حاصلاتو راتلونکي ته اندېښمن دي او له حکومته غواړي چې د دغه ولایت بادامو ته بازار پیدا کړي.

د مسوولینو او بڼوالو په وینا، ستاربایي، شکوربایي، غفاربایي، مروج او سنګک د سمنګان له مشهور بادامو شمېرل کېږي چې له دې ډلې ستاربایي او شکوربایي نړۍ‌وال شهرت لري او د ځانګړي کیفیت درلودونکي دي.

Views: 118

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version