ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بهرمېشتو افغانانو ته د پنځه کلن، لس کلن او د تمدید سټېکر پاسپورټ بیه راټیټه شوه

بهرمېشتو افغانانو ته د پنځه کلن، لس کلن او د تمدید سټېکر پاسپورټ بیه راټیټه شوه

author avatar
17 Aug 2023 - 09:25
بهرمېشتو افغانانو ته د پنځه کلن، لس کلن او د تمدید سټېکر پاسپورټ بیه راټیټه شوه
author avatar
17 Aug 2023 - 09:25

کابل (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۲): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي، د بهرمېشتو افغانانو اقتصادي ستونزو ته په پام د پنځه کلن پاسپورټ محصول ۱۲۰، د لس کلن ۲۲۰ او د سټېکر له لارې یې کلنی محصول ۲۰ امریکایي ډالرو ته راکښته شو.

د بهرنیو چارو زوارت ویاند مرستیال حافظ ضیااحمد تکل پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «په بهر کې د مېشتو افغانانو اقتصادي ستونزو ته په کتو, د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او مالیې وزارتونو په وړانديز او د ا.ا. امارت ریاست‌الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس د في جلد ۵ کلن او ۱۰ کلن پاسپورټ محصول په ترتيب سره ۱۲۰ او ۲۲۰ امريکایي ډالر او د کلني تمديد سټېکر محصول ۲۰ امريکایي ډالرو ته راکښته شوی دی.»

د بهرنیو چارو وزارت نه دي ویلي چې د پاسپورټونو محصول دا مهال څومره دی.

د تکل د معلوماتو له مخې، د ا.ا.ا په بهرنیو استازوليو کې یاد حکم سر له سبا (د روانې زمري میاشتې له ۲۷ مې) د اجرا وړ دی.

Views: 91

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.