[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۳۱ زمری ۱۴۰۲): د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وایي، د امريکا په ګډون د سيمې هېوادونو ته یې قناعت ورکړی چې په افغانستان کې به د وسلهوال بغاوت ملاتړ نه کوي.
ملت ته د دولت حساب ورکولو لړۍ په دوام د سه شنبې په ورځ (د زمري ۳۱مه) د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د خپلو یو کلنو فعالیتونو راپورو شریکولو پر مهال وویل، اسلامي امارت د متوازن بهرني سیاست پر مټ توانېدلی چې د امريکا په ګډون د سيمې هېوادونو ته قناعت ورکړي چې په افغانستان کې به د وسلهوال بغاوت ملاتړ نه کوي.
متقي زیاته کړه: «د متوازن سياست په خپلولو سره نور نه غواړو چې افغانستان يو ځل بيا د سترو قدرتونو ترمنځ د سيالۍ ډګر شي، بلکې له ټولې نړۍ سره ښې سياسي او اقتصادي اړيکې غواړو.»
نوموړي زیاته کړه، له ګاونډيو هېوادونو سره د ښو اړيکو په پايله کې د تېرو کلونو خلاف د افغانستان د صادراتو، په ځانګړي ډول د تازه مېوو او کرنيزو محصولاتو په وړاندې خنډ نه دی رامنځته شوی او ياد توکي پر خپل وخت نړۍوال مارکېټ ته رسېدلي دي.
متقي وایي، د بهرنیو چارو وزارت په هڅو د ترکمنستان له لوري پاکستان او هندوستان ته د ګاز د لېږد طرحه تایيد شوه او اسلامي امارت توانېدلی چې په ډېرو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه او استازولۍ د اقتصادي سټېج او افغاني محصولاتو ته د بازارموندنې په غوره مرکزونو بدل کړي.
په یاد راپورو کې ویل شوي، د بهرنيو چارو وزارت له بېلابېلو هېوادونو ۸۰۰ تحصيلي بورسیې ترلاسه کړې او د لوړو زدهکړو وزارت په واک ورکړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ویلي، د بهرنيو چارو وزارت د پرلهپسې هڅو ۳۵۰۰ افغان بنديان له نورو هېوادونو افغانستان ته را انتقال شوي او دمګړۍ پر داسې طرحه کار روان دی چې له مخې به يې د افغان کډوالو ستونزو د حل په موخه د سيمې له هېوادونو سره د يوې کمېټې په چوکاټ کې ګډ کار وکړي.
امیرخان متقي په دې غونډه کې وویل چې اسلامي امارت ټولګډون دی او تر اوسه پورې هغو هېوادونو چې په افغانستان د ټولشمول حکومت غوښتنه کوي، اسلامي امارت ته د دغه ډول حکومت مشخص تعريف نه دی کړی.
[/restrict]
Views: 50
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن