[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د مرکزي اسیا ۱۷ کلنو لوبډلو فوټبال سیالیو په لړ کې افغانستان ایران ته دوه پر یو ماتې ورکړه.
د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي، دا سیالۍ چې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې ښار کې روانې دي، نن د افغانستان او ایران ترمنځ لوبه ترسره شوه.
سرچینې زیاته کړې چې د یادې لوبې تر نیمایي برخې افغانستان یو پر صفر مخکې و او د لوبې په دویمه برخه کې افغانستان او ایران یو یو ګول وواهه او دغه راز افغانستان دا لوبه دوه پر یو ګول وګټله.
په دې سیالیو کې افغانستان، قرغيزستان، تاجکستان، ازبکستان او ایران لوبډلو برخه اخیستې ده.
له دې مخکې افغانستان قرغیزستان ته ماتې ورکړې او له تاجکستانه یې ماتې منلې وه.
[/restrict]
Views: 24
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن