کابل (پژواک، ۴ وږې ۱۴۰۲): د افغانستان لپاره د امریکا سفارت ویلي، د دغه هېواد د ولسمشر جوبایډن ادارې له پيله د روان کال د اګسټ تر لومړۍ نېټې يې نږدې ۳۴ زره افغان کډوالو ته د ځانګړې کډوالۍ ویزې ورکړې دي.
دغه سفارت د ۲۰۲۱ زږديز کال اګسټ میاشت افغانستان کې له سیاسي بدلون وروسته خپلې چارې د قطر هېواد له پلازمېنې دوحې مخ ته وړي.
د یاد هېواد سفارت تېره شپه پر خپله ایکسپاڼه لیکلي: «د افغانستان لپاره د متحده ايالاتو ماموریت او په ټوله نړۍ کې زموږ د کنسولي څانګو افسرانو، د ولسمشر جوبایډن د ادارې له پیل راهیسې د ۲۰۲۳ کال د اګسټ تر لومړۍ نېټې پورې، نږدې ۳۴ زره افغانانو ته د ځانګړي مهاجرت ویزې (SIV) صادرې کړې دي.»
د امریکا سفارت په داسې حال کې دا خبره کړې چي د دغه هېواد ملي امنیت شورا د سټراټژيکو اړیکو همغږي کوونکي جان کربي هم ویلي وو چې دوی به له افغانستانه «خپل متحدين» وباسي.
هغه ویلي: «موږ خپل کار روان ساتو چې خپل متحدین له افغانستانه وباسو او هېواد [متحدو ایالتونو] ته یې انتقال کړو، دا زموږ جدي ژمنه او مسئوولیت دی.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوه راپور له مخې، په تېرو دوو کلونو کې نږدې ۸۹ زره افغانان دغه هېواد ته انتقال شوي دي.
Views: 264
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن