جلالاباد (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۲): د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د ۱۹ ميليون افغانيو په لګښت د يوه فرعي سړک جوړولو چارې پيل شوې.
مسوولين وايي، د دغه سړک لګښت د ښاروالۍ له بودجې ورکول کېږي او په کانکريټي ډول به ورغول شي.
د جلالاباد ښاروالۍ وياند بختيجان مراد د وږي په ۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د ښار د نهمې ناحيې اړوند خوشګمبد سيمه کې د يو کيلومتر په اوږدوالي يوه فرعي سړک چارې پیل شوې.
هغه زیاته کړه، دغه سړک چې دواړو خواوو ته ویالې او اړتيا ته په کتو ځينو سيمو کې سنګکارۍ هم لري، په اساسې ډول جوړيږي.
د مراد د معلوماتو له مخې، پر دغه سړک څه باندې ۱۹ میلونه افغانۍ لګښت راځي چې ټول د جلالاباد ښاروالۍ له داخلي عوایدو ورکول کېږي او چارې به یې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
بل لور ته د سيمې اوسېدونکي هم د دې پروژې پلې کېدو ته خوښ دي.
د سيمې یوه اوسېدونکي عصمتالله پژواک ته وويل، دغه سړک د دې سيمې د خلکو لويه اړتيا وه چې په جوړېدو سره به یې خلکو اسانتیا جوړه شي؛ هم به ناروغان په اسانۍ تر روغتونه رسېږي او هم به یې کروندګرو ته ګټه وي.
هغه غوښتنه کوي چې ښاروالي بايد د ښار په نورو برخو کې هم ورته رغنيزې پروژې پلې کړي څو د ښاريانو ستونزې حل شي.
بلخوا د جلالاباد ښاروالۍ مسوولين هم ډاډ ورکوي چې د متوازن انکشاف له مخې یې په ټولو ناحیو کې له خپلو داخلي عوایدو بېلابېلې پروژې پلې کړې دي.
Views: 315
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن