کابل (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۲): امنیتي ځواکونو، کابل کې دوه تنه د امنیتي کسانو له نومه د استفادې، درې کسان د غلا او د دوو ښځو په ګډون پنځه کسان له یو صرافه په دوکه د ۲۰ زره ډالرو غوښتنې په تور نیولي دي.
د کابل امنیې قوماندانۍ وياند خالد ځدراڼ وايي، پنځه کسان – چې دوه يې مېرمنې دي- له یو صرافه په دوکه د ۲۰ زره ډالرو غوښتنې په تور نيول شوي دي.
هغه زياتوي: «دوه تنه د مجاهدینو له نومه د استفادې په تور له درې میله اسلحې او یو تن له کورونو د غلا په تور نیول شوي دي.»
دی زياتوي، د يادو کسانو دوسیې به اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.
ځدراڼ تېره ورځ ویلي وو چې امنيتي ځواکونو کابل ښار کې د «غلو دوه مشهورې ډلې» چې د دغه ښار په بېلابېلو سیمو کې يې د وسلو په زور له خلکو پیسې، موبایلونه او موټرسایلکونه لوټل او له کورونو یې غلاوې کولې، نیولي دي.
د ملي دفاع وزارت پر خپله ټویټرپاڼه (اېکس) لیکلي چې د دغه وزارت د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د کشف او استخباراتو مدیریت منسوبینو دوه کسان چې له یوه هېوادوال یې اووه میلیونه پاکستانۍ کلدارې په زور اخیستې وې، نیولي دي.
سرچینه لیکي چې دغه پیسې بېرته خپل مالک ته سپارل شوې دي.
Views: 574
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن