کابل (پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۲): د افغانستان د موی تای ملي فدراسیون وایي، د موی تای افغان ورزشکارانو د ایران په کوربهتوب اسیایي سیالیو کې درې د طلا او دوه د برونزو مډوالونه ګټلي دي.
د موی تای ملي فدراسیون د نشراتو مسوول فیصلاحمد صادقي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د موی تای افغان ورزشکارانو د ایران په کوربهتوب د سولې او دوستۍ جام سیالیو کې تېره ورځ درې د طلا او دوه د برونز مډالونه ترلاسه کړي دي.
هغه زیاته کړه چې په دغو سیالیو کې پنځه افغان ورزشکارانو برخه اخیستې وه.
دغه راز د افغانستان موی تای ملي فدراسیون هم نن په خپله فېسبوکپاڼه کې لیکلي، د سولې او دوستۍ جام سیالیو کې د موی تای افغان ورزشکارانو پنځه مډالونه ګټلي دي.
سرچینې ویلي، په دې سیالیو کې د افغانستان، پاکستان او ایران موی تای ورزشکارانو برخه اخیستې وه.
د یاد فدراسیون معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې علیجان نوروزي په ۵۴ کیلوګرامه وزن کې، سلیم مبارز په ۶۳ کیلو وزن کې، امینالله غلجایي هم په ۶۳ کیلو وزن کې د طلا درې مډالونه، رحیم رسولي په ۵۴ کیلوګرامه وزن کې او امان نورزوی په ۵۱ کیلوګرام وزن کې د برونزو دوه مډالونه ترلاسه کړي دي.
د موی تای فدراسیون د دغو سیالیو ترسره کولو هدف ورزش ته وده ورکول، نیکې اړیکې او له ګاونډیو هېوادونو سره د تجربو شریکول یاد کړي دي.
Views: 54
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن