کابل (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۲): د کابل امنیه قومانداني وایي، هغه کس یې نیولی چې په بازار کې به یې په پټه د ښځو انځورونه اخیستل او بیا به یې په خپلو ټولنیزو پاڼو کې خپرول.
د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې یاد کس د کورنیو چارو وزارت د انتک ریاست له لوري نیول شوی دی.
هغه لیکلي: «یاد کس له څه مودې راهیسې په بازارونو کې له ښځو په پټه عکسونه اخیستل او بیا به یې پر خپل انسټاګرام او د ټولنیزو رسنیو په نورو پاڼو کې نشرول.»
ځدراڼ په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي خو لیکلي يې دي چې نیول شوى کس د څېړنو په موخه په یاد ریاست کې تر پوښتنو لاندې دی.
Views: 1007
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن