ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شمال لویه لار ۱۱ ورځې وروسته د سالنګ تونل کې د کانکریټ‌اچونې له امله تړل کېږي

د شمال لویه لار ۱۱ ورځې وروسته د سالنګ تونل کې د کانکریټ‌اچونې له امله تړل کېږي

author avatar
30 Aug 2023 - 14:13
د شمال لویه لار ۱۱ ورځې وروسته د سالنګ تونل کې د کانکریټ‌اچونې له امله تړل کېږي
author avatar
30 Aug 2023 - 14:13

کابل (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۲): د ټولګټو وزارت وایي، د شمال لویه لار ۱۱ ورځې وروسته د سالنګ تونل کې د کانکرېټ‌اچونې چارو تر بشپړېدو د هر ډول ترافیکو پر مخ تړل کېږي.

اوس مهال د سالنګ لویې لارې د ۸۰ کیلومتره سړک بیارغونې او ترمیم کار روان دی، له همدې امله د تېرې زمري میاشتې له ۱۳مې پر یاده لار یوازې د شپې له خوا په نوبت،  یوه شپه له شمال څخه جنوب او بله شپه له جنوب څخه شمال ته د تګ اجازه ورکول کېږي.

د ټولګټو وزارت د مطبوعاتو مسوول محمداشرف حق‌شناس نن پژواک خبري اژانس وویل: «د سالنګونو لویې لارې د تونل په دننه برخه کې د کانکرېټ‌اچونې او د پروژې غوره تطبیق په موخه دغه لویه لار د وږي میاشتې له ۱۹مې د تونل د کانکرېټ‌اچونې کار تر بشپړېدو پورې د هر ډول ترافیکو د تګ راتګ پر مخ تړل کېږي.»

حق‌شناس وایي، ټول هېوادوال، ملي سوداګر او موټرچلوونکي دې د ۱۱ ورځو په لړ کې اړوند اړتیاوې پوره کړي.

هغه وویل چې د ترافیکو پر مخ د یادې لارې تړل کېدو کره موده نه ده معلومه، خو کېدای شي چې د کانکرېټ چارې یې له میاشتې زیات وخت واخلي.

Views: 767

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.