فیضاباد، میمنه (پژواک، ۹ وږی ۱۴۰۲): ځایي مسوولین وایي، یو درې کلن ماشوم د بدخشان په راغستان ولسوالۍ کې سیند پر غاړه د لوبو پر مهال اوبو کې ډوب شوی او مړ شوی او یو بل کس د فاریاب په المار ولسوالۍ کې د ناپېژاندو کسانو له لورې وژل شوی دی.
د بدخشان اطلاعاتو او فرهنګ رییس وایي، یو درې کلن ماشوم پرون د دغه ولایت د راغستان ولسوالۍ په «زیرکي» کلي کې د سیند پر غاړه د لوبو پر مهال ډوب شوی او مړ شوی دی.
هغه زیاتوي، ځایي خلکو وروسته له څو شېبو د ماشوم مړی له اوبو رایستلی او کورنۍ ته يې سپارلی دی.
بلخوا، د فاریاب اطلاعاتو او فرهنګ رییس محمد شمسالله وایي، یو ۵۹ کلن سړی د دغه ولایت د المار ولسوالۍ په خواجه عثمان سیمه کې د ناپېژانده کسانو له لورې وژل شوی دی.
هغه پژواک خبري اژانس ته وویل، وژل شوی کس خدایرحم نومېده او د المار جلګلدي کلي اصلي اوسېدونکی و چې تېر ماښام په خپل کور کې د چرهیي ټوپک په ډزو وژل شوی دی.
هغه زیاته کړه، د دغه قتل انګیزه لا څرګنده نده خو په اړه یې څېړنې روانې دي.
خو یوه محلي سرچینه چې نه غواړي نوم یې په خبر کې ذکر شي وایي، پولیسو د دې قضیې په تړاو د وژل شوي کس زوی او مېرمن نیولي دي.
Views: 14
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن