اټلانټا (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۲): د افغانستان بانک عمومي سرپرست ریيس هدایتالله بدري په یوه ترافیکي پېښه کې سطحي ټپي شوی دی.
دغه بانک د وږي په ۸مه، پر اېکسپاڼه (ټویټر) لیکلي، چې د هغه روغتايي حالت د ډاډ وړ دی.
سرچینې زیاته کړې، د افغانستان بانک سرپرست رییس هدایتالله بدري چې هرات ولایت ته یې رسمي سفر درلود، د کندهار – هرات پر لویه لار د موټر چپه کېدو له امله سطحي ټپي شوی، خو روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ دی.
سرچينې زياته کړې، چې د نوموړي درملنه شوې او ډېر ژر به خپلې دندې ته راستون شي.
د افغانستان بانک ویلي چې په یاده پېښه کې یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
Views: 1129
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن