ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې کروندګر: د مناسب بازار او معیاري سړو خونو نشتوالي له امله اړ یو خپل محصولات په ټیټه بیه وپلورو

تخار کې کروندګر: د مناسب بازار او معیاري سړو خونو نشتوالي له امله اړ یو خپل محصولات په ټیټه بیه وپلورو

author avatar
6 Sep 2023 - 18:41
تخار کې کروندګر: د مناسب بازار او معیاري سړو خونو نشتوالي له امله اړ یو خپل محصولات په ټیټه بیه وپلورو
author avatar
6 Sep 2023 - 18:41

تالقان (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۲): تخار کې د کچالو او مڼو د حاصلاتو راټولولو فصل له رارسېدو سره هم‌مهاله د دغه ولایت بڼوال د مناسب بازار او معیاري سړو خونو نشتوالي ته اندېښمن دي او په دې برخه کې د حکومت د پاملرنې غوښتنه کوي.

هغوی وايي چې د معیاري سړو خونو نشتوالي، د بازار پیکه‌ کېدو او د طبیعي افتونو ضد درملو نه ورکول‌کېدو له امله اړ دي خپل حاصلات په ټیټه بیه وپلوري چې د خپلو لګښتونو یوه برخه هم نه شي پوره کولای.

د ورسج ولسوالۍ یوه اوسېدونکي حاجي عبدالقیوم پژواک خبري اژانس ته وویل: «سږ کال د مڼو حاصلات ښه دي، خو د ساتلو لپاره یې سړې خونې نه لرو، مجبور یو په ټیټه بیه خرڅې کړو، موږ ته هېڅ ګټه نه پاتې کېږي، پر شاوخوا درې جرېبه ځمکه د مڼو باغ لرم چي ښايي ۶۰۰ منه مڼې وکړي.»

د هغه په خبره، د حاصلاتو راټولولو پر مهال د سړو خونو نشتوالي له امله یو من مڼې له ۱۰۰ تر ۱۵۰ افغانیو پلوري، په داسې حال کې چې څو میاشتې وروسته د یو من مڼو بیه ۵۰۰ افغانیو ته رسیږي.

د تخار د ورسج ولسوالۍ یو بزګر فخرالدین وايي چې اوس د مڼو او کچالو د حاصلاتو راټولولو وخت دی، خو کروندګر له زیاتو ستونزو سره مخ دي، د دغو حاصلاتو ساتلو لپاره ځای نه لري.

هغه زیاته کړه: «مرکز ته د لېږد لاره هم ستونزمنه ده چې ډېری حاصلات تالقان ښار ته له رسېدو مخکې خرابیږي، د حاصلاتو راټولولو پر مهال د سړو خونو نه درلودو له امله یو من کچالو په ۱۰۰ او یو من مڼې تر ۷۰ افغانیو پلورو چې د خپلو لګښتونو یوه برخه هم نه شو پوره کولای.»

هغه له حکومته د دغو ستونزو د حل غوښتنه کوي.

بل بڼ‌وال صدرالدین چې سږ کال یې ۱۲۰۰ منه کچالو کرلي وو، خو وايي، د کرنې ریاست له لوري د طبیعي افاتو ضد درملو په وېش کې د نه پاملرنې له امله یې د قناعت وړ حاصلات نه دي ترلاسه کړي.

هغه زیاته کړه: «د خپلو حاصلاتو ساتلو لپاره مناسب ځای نه لرو، کرنې ریاست د طبیعي مرضونو د مخنیوي درمل پر وخت نه دي وېشلي، مواصلاتي لار مو خرابه ده، مجبور یو خپل حاصلات په ټیټه بیه خرڅ کړو، په داسې حال کې چې له څو میاشتو وروسته په بازار کې د کچالو بیه دو برابره لوړیږي.»

په همدې حال کې، د تخار د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر عبدالاعلا رادمرد پژواک ته وویل چې د تېر کال په پرتله سږ کال د مڼو حاصلات ۳۰ تر ۴۰ سلنه زیاتوالی ښيي او د کچالو حاصلات که څه‌هم چې هواړ سړه وه، خو بیا هم په ورسج او فرخار ولسوالیو کې یې حاصلات د قناعت وړ وو.

هغه زیاته کړه چې مخکې د دغه محصولاتو د ساتنې لپاره کروندګرو د تخار ولایت په کچه ۳۰۰ سړې خونې جوړې کړې چې بزګران کولای شي خپل حاصلات له راټولولو وروسته په‌کې وساتي.

دا په داسې حال کې ده چې تخار ولایت د هېواد په شمال ختیځ کې له هغو لایتونو دی چې ډېری اوسېدونکي یې پر کرنه بوخت دي او له همدې لارې خپل د کورنيو لګښتونه پوره کوي.

Views: 30

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.