کابل (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۲): افغان نابینا لوبغاړي وليمحمد نوري په جرمني کې د ځغاستې نړۍوالو سیالیو کې څلور د سروزرو مډالونه ګټلي دي.
دا سیالۍ د جرمني د نورد راین ويستفالن ایالت په ډوسلدورف ښار کې ترسره شوې دي.
افغان نابینا لوبغاړي وليمحمد نوري تېره ورځ پر خپله فېسبوکپاڼه یوه ویډیو خپره کړې او په کې یې ویلي، په جرمني کې یې د ځغاستې په نړۍوالو سیالیو کې څلور اتلولۍ خپلې کړې دي.
هغه وویل: «دغه اتلولۍ په څلورو برخو کې وې یعنې څلور د ځغاستې بېلابېلې سیالۍ ما ترسره کړې او څلور د سرورزرو مډالونه مې وګټل.»
نوموړي زیاته کړه چې په دغو سیالیو کې له ۲۱ هېوادونو ۵۰۰ لوبغاړو ګډون کړی و.
د یادونې ده، وليمحمد نوري له دې مخکې هم څو ځلې د ځغاستې او لامبو وهلو نړۍوالو سیالیو کې لومړي مقامونه ترلاسه کړي دي.
Views: 83
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن