ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وېسټ: افغانستان کې د داعش بریدونه کم شوي

14 Sep 2023 - 00:49
14 Sep 2023 - 00:49

کابل (پژواک، ٢٢ وږی ١٤٠٢): د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ ویلي چې په افغانستان کې د داعش بریدونه کم شوي دي.

نوموړي دغه څرګندونې د (سټيمسون) په نوم یوه فکري مرکز کې کړې او زیاته کړې یې ده چې د روان زېږدیز کال له پیله تر اوسه په افغانستان کې د داعش ډلې ۸ قوماندانان وژل شوي دي.

ویسټ ویلي چې دوی اوس هم د دې ډلې د فعالیتونو په تړاو اندېښنه لري خو د هغوی د ځواک او فعالیت راکمولو په برخه کې د طالبانو هڅې بریالۍ او اغېزناکې دي.

د افغانستان سرپرست حکومت هم وایي، داعش ډله یې ځپلې او کوم بریدونه چې شوي له ځینو ګاونډیو هېوادونو یې کړي دي.

دا په داسې حال  ده چې تېره دوشنبه امنیتي ځواکونو بدخشان ولایت کې د داعش ډلې پر ضد څلور ورځني عملیات کړي او په ترڅ کې يې د دې ډلې ۱۲ کسان نیولي دي.

د امریکا ځانګړي استازي دغه راز په افغانستان کې دایمي ثبات ته د رسېدو لپاره ملي خبرې اترې مهمې بللې دي.

هغه ویلي: «موږ باید د افغانانو ترمنځ د خبرو او مذاکرې پيل ته لومړیتوب ورکړو؛ افغانان د بهرنیانو له لاسوهنې پرته کولای شي خپلې اړیکې مدیریت کړي، موږ هیله من وو چې دغه بهیر په افغانستان کې د امریکا له لاسوهنې پرته د یوه ټولګډون حکومت رامنځته کېدو لامل شي، زه فکر کوم که د طالبانو په ګډون ټول افغانان دا ګام پورته کړي، له نړۍوالې ټولنې او امریکا سره به هم د افغانستان اړیکې ښې شي.»

یادونه: په دغه راپور کې د امریکا غږ له خبر څخه استفاده شوې.

Views: 49

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version