ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې ۲۰ کسان وژل شوي او یو ټپي و

16 Sep 2023 - 17:55
16 Sep 2023 - 17:55

کابل (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۲): تېره اونۍ ملګرو ملتونو وویل چې ا.ا بشري حقونه تر پښو لاندې کوي خو مجاهد دا ادعا بې‌بنسټه وبلله او د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د داعش په ځپلو کې د ا.ا هڅې وستایلې.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • د ا.ا رییس‌الوزراء د افغانستان لپاره د چین نوي سفیر باورلیک ومانه.
  • د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د مسکو فارمټ ناسته کې ګډون کوي.
  • د پاکستان له خوا د تورخم لارې بندولو سوداګرو ته درانه زیانونه واړول.
  • م.م: افغانستان کې بشري حقونه تر پښو لاندې کېږي؛ مجاهد: د هېچا حقونه نه دي ضایع شوي.
  • ټوماس وېسټ وایي، د داعش په ځپلو کې د ا.ا هڅې بریالۍ او اغیزناکې دي.
  • غور کې د یوې بهرنۍ موسسې ۱۸ بهرني او افغان کارکوونکي نیول شوي.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې ۲۰ کسان وژل شوي او یو ټپي دی.

د راپورونو له مخې، امنیتي ځواکونو کابل ښار کې د یوه تښتول شوي کس د ژغورنې عملیاتو کې څلور انسان‌تښتوونکي وژلي او تښتول شوی کس د تښتوونکو له خوا مخکې وژل شوی و.

دغه راز ناپېژانده وسله‌والو، تخار کې يو تن او په همدغه ولایت یوه ۶۰ کلنه ښځه، ننګرهار کې يو پخوانی جهادي قوماندان، بدخشان کې د سروزرو د کان یو کارګر، فاریاب کې دوه تنه او لوګر کې دوه تنه وژلي دي

ځايي چارواکي وايي، فاریاب کې د کورنۍ شخړې له امله يو تن وژل شوی او بل ټپي دی، پروان کې د وښو پر سر شخړه کې يو تن وژل شوی او په همدغه ولایت کې د امنیتي کسانو په «اخطاري ډزو» کې، پر غلا او قتل یو تورن کس وژل شوی دی.

راپوورنه ښيي، هلمند کې یو کس د خپل لاسي بم چاودنه کې ژوند له لاسه ورکړی، جوزجان کې يو کس د وسلې پاکولو پر مهال د شوي ډز له امله ژوند بایللی، ننګرهار کې يو کس خپل پلار د تبر په وسيله وژلی او فاریاب کې یوه ځوانه ښځه د خپل خاوند له لوري د چاقو په وسیله وژل شوې ده.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.

د سرچينو معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې اته کسان وژل شوي او اته نور ټپیان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د وړم کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو ګڼو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

افغانستان ته د چين د نوي سفیر راتګ

د اسلامي امارت رییس‌الوزراء د افغانستان لپاره د چین د نوي سفیر باورلیک ومانه او سفیر ژمنه وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به د سیاست، اقتصاد او اړیکو پیاوړتیا لپاره هڅې کوي.

د افغانستان لپاره د چین نوي سفیر جاوشینګ وویل چې هېواد يې د افغانستان د ښه ګاونډي په توګه د دغه هېواد استقلال، ځمکنۍ بشپړتیا او د پرېکړو استقلالیت ته بشپړ درناوی لري، د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې پالیسي نه لري او نه غواړي چې افغانستان د خپل نفوذ ساحه وګرځوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ یوه چینایي شرکت افغانستان کې د برېښنا د تولید په پروژو کې د پانګونې لپاره لېوالتیا ښودلې او د اوبو او انرژۍ وزارت خپل تخنیکي ټیم ته دنده سپارلې چې د هغوی له ټیمونو سره په ګډه د پانګونې چارې ژر تر ژره پيل کړي.

د مسکو فارمټ ناسته

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماریا زاخاروا تېره اونۍ وویل، د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ ناسته به و روانې سپټمبر مياشتې په ۲۹مه د روسیې په کازان ښار کې ترسره شي.

هغې ويلي چې د مسکو فارمټ په پنځمه ناسته کې به د سیمې هېوادونه ګډون ولري او په دې ناسته کې به د افغانستان د اوسني وضعيت، بین‌الافغاني خبرو، له جګړو وروسته د افغانستان بيارغونې او د سيمې هېوادونو د امنیت په اړه خبرې وشي.

دغه راز، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د مسکو فارمټ په پنځمه ناسته کې ګډون کوي.

پاکستان کې د افغان کډوالو زنداني کېدل او لس ورځې د تورخم دروازې بندول

د راپورونو له مخې، د روانې وږي میاشتې په ۱۵مه په تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته وشوه.

د افغانستان سرپرست حکومت وایي، افغان ځواکونو په سیمه کې د یوې پخوانۍ پوستې د ترمیم چارې پیل کړې چې پاکستانیو ځواکونو ډزې پرې وکړې او بیا د دواړو لورو ترمنځ نښته وشوه.

تر دې نښتې وروسته پاکستان لس ورځې د تورخم دروازه وتړله چې له امله یې سوداګرو ته درانه مالي زيانونه واوښتل او د پولې دواړو خواوو سوداګرو د اعتراض په ډول لاريونونه وکړل.

د تورخم دروازه تېره ورځ (د وږي ۲۴مه) د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه.

د راپورونو له مخې، د پاکستان پولیسو په تېره یوه اونۍ په هغه هېواد کې شاوخوا ۵۴۵ افغان کډوال ونیول او د دغه هېواد سرپرست لومړي وزیر انوارالحق کاکړ وویل چې حکومت یې پلان لري په دغه هېواد کې د مېشتو غیرقانوني افغان کډوالو نیولو په موخه پراخ عملیات ترسره کړي.

بشري حقونه او د نجونو زده‌کړې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیوګوترش ویلي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو مساله د ټولو اندېښنو بشپړ محور دی او یوه له هغو موضوعاتو ده چې د دغه سازمان د عمومي مجمع په اجنډا کې به ځای ولري.

دغه راز، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ادعا کړې چې د افغانستان ا.ا د خلکو حقونه تر پښو لاندې کړي او د میلیونونو ښځو، نارینه‌وو، نجونو او هلکانو ژوند یې سخت اغېزمن کړی دی.

خو ذبيح‌الله مجاهد دغه څرګندونې رد کړې، وايي په افغانستان کې د هيچا شرعي او بشري حقونه نه دي ضايع شوي.

هغه زیاتوي: «هر فرهنګ ځان ته جلا تعبیرات لري او هر هېواد ځان ته ارزښتونه لري؛ زموږ ارزښتونه اسلامي او شرعي دي او د اسلام په چوکاټ کې موږ د خلکو حقوق ورکړي، ورکوو يې، دې ته ځان ژمن بولو او دا مو فریضه او وجیبه ده چې د خلکو حقوقو ته رسېدنه وشي او په دې مورد باندې موږ ګامونه اخيستي دي.»

مجاهد وايي:«د افغانستان اسلامي امارت نه‌ دي ویلي چې زده‌کړو ته [نجونې] نه‌پرېږدي؛ بلکې تر یوې مودې ځنډول شوې او د بېرته پرانیستو پر بهیر يې کار روان دی.»

بين‌الافغاني خبرې

پخواني ولسمشر حامد کرزي او افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د نورو موضوعاتو ترڅنګ افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره بین‌الافغاني تفاهم اړین بللی او هیله یې څرګنده کړې چې یاد تفاهم ته ژر تر ژره زمینه برابره شي.

«افغانستان کې د داعش بریدونه کم شوي»

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ ویلي چې په افغانستان کې د داعش بریدونه کم شوي او د هغوی د ځواک او فعالیت راکمولو په برخه کې د اسلامي امارت هڅې بریالۍ او اغېزناکې دي.

دغه راز، دوو جګپوړو امریکايي چارواکو ویلي، د امریکا د «نوې څارګرې ارزونې» له مخې،‌ په افغانستان کې د (اسلامي دولت – داعش) ډلې پرضد د اسلامي امارت پوځي عملیاتو د دې ډلې د فعالیت کچه راټیټه کړې ده.‌

د افغانستان سرپرست حکومت ویلي چې افغانستان کې داعش ډله ځپل شوې او د دې ډلې له لوري چې کوم بریدونه شوي له ځینو ګاونډیو هېوادونو یې کړي دي.

غور کې د یوې بهرنۍ موسسې د کارکوونکو نیول کېدل

د نړۍ‌وال مرستندویه ماموریت موسسې (IAM) ویلي، غور ولایت کې ځایي امنیتي کسانو د دوی ۱۸ افغان او بهرني کارکوونکي نیولي دي.

د بي بي سي د راپور له مخې په یادو کسانو کې ۱۵ افغانان او درې بهرنیان شامل دي.

خو د غور ځايي چارواکو بیا ویلي چې استخباراتو د یوې بهرنۍ موسسې ۲۱ کارکوونکي نیولي، په نیول شوو کسانو کې د بهرنيانو په ګډون ۱۴ نارینه او د يوې امريکايي مېرمنې په ګډون ۷ ښځې شاملې دي او دغه کسان د «عیسوي مذهب د تبلیغ او ترویج» په تور نیول شوي دي.

Views: 167

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version