ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې درې کسان وژل شوي

24 Feb 2024 - 16:10
24 Feb 2024 - 16:10

کابل (پژواک، ۵ کب ۱۴۰۲): تېره اونۍ، د دوحې ناسته د م.م سرمنشي انتونیو ګوتریش ګټوره، خو ا.ا او روسیې ناکامه وبلله او ګوتریش هیله څرګنده کړه چې ا.ا راتلونکې کې په داسې غونډو کې برخه واخلي.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • د دوحې ناسته؛ ا.ا په کې ګډون ونه کړ، خو ګوتریش تمه لري چې ا.ا راتلونکو ورته غونډو کې ګډون وکړي.
  • د دوحې ناسته؛ ګوتریش ګټوره، خو ا.ا او روسیې ناکامه وبلله.
  • افغانستان کې پر بشري وضعیت د ځینو هېوادونو اندېښنه؛ مجاهد: پرمختګ ته دوام ورکوو، اندېښنې بېځایه دي.
  • سویس او «ګلوبل فنډ» له افغانستان سره ۶.۶ میلیون امریکایي ډالره مرسته اعلان کړه.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې درې کسان وژل شوي دي.

ځايي چارواکي وایي، بادغيس کې يو غل له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی، بغلان کې د تېر حکومت د یوه ولسوال زوی په ډزو وژل شوی او غزني کې د دوو کورنيو په خپل‌منځي نښته کې يو کس وژل شوی دی.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې دوه کسان وژل شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د وړم کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

د دوحې ناسته

تېره اونۍ، د ملګرو ملتونو په مشرۍ د افغانستان په اړه د دوحې دويمه دوه ورځنۍ غونډه د روانې فبرورۍ میاشتې په ۱۸مه او ۱۹مه، د امریکا او روسیې ترڅنګ د ۱۸ بېلابېلو هېوادونو د استازو په ګډون د بندو دروازو ترشا ترسره شوه، خو اسلامي امارت په ياده غونډه کې ګډون ونه کړ، ویې ویل چې که په دغه غونډه کې د افغان پلاوي او م.م. ترمنځ په لوړه کچه پر ټولو مسایلو د واضح خبرو زمینه برابره شوې وای، نو ګډون به ګټور و، خو په دې برخه کې د نه پرمختګ له امله ګډون ګټور نه بولي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټریش وویل، د افغانستان سرپرست حکومت په دې غونډې کې د ګډون لپاره یو لړ شرایط ټاکلي‌ وو چې په وینا یې، ملګرو ملتونو ته د منلو نه وو. هغه هیله وښوده چې د اسلامي امارت استازي به په راتلونکي کې په دا ډول نورو غونډو کې ګډون وکړي.

د دوحې ناسته کې – چې د افغانستان لپاره د م.م استازي ټاکل یې یوه موخه وه- ځانګړی استازی ونه ټاکل شو؛ خو ګوټریش وویل چې پر دې موضوع به لا نورې سلا مشورې وشي.

دوحې ته د افغانستان د مدني ټولنو په استازیتوب خبریال لطف‌الله نجفي‌زاده، د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شاه‌ګل رضايي، د ښځو د حقونو فعاله محبوبه سراج او میترا مهران وربلل شوي وو، خو روسیې د افغانستان سرپرست حکومت د غوښتنو په پام کې نیولو سره، دوحه کې له یادو کسانو سره په ناسته کې له ګډون ډډه وکړه.

د دوحه ناسته بریالۍ وه که ناکامه؟

له يادې غونډې وروسته، د ملګرو ملتونو سرمنشي انټوني ګوټریش یاده غونډه ګټوره وبلله او ویې ویل: «موږ د یو سوله‌ییز افغانستان غوښتونکي یو، داسې افغانستان چې هم له ځان او له خپلو ګاونډيانو سره په سوله کې وي او د یو ملي حاکمیت لرونکي هېواد په توګه د خپلو نړۍوالو ژمنو عملي کولو توان ولري…افغانستان باید د اورپکۍ مرکز نه شي،‌ د ښځو او نجونو حقونو ته په کې درناوی وشي او داسې حکومت په کې وي چې ټول قومونه په کې برخه ولري.»

روسیې د دوحې ناسته ناکامه وبلله او ویلي یې دي چې د افغانستان په اړه هر ډول نوښت د کابل او سیمې هېوادونو له ملاتړ پرته ناکام دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې د دوحې غونډه د اسلامي امارت د استازي د نه حضور له امله ناکامه وه.

له ا.ا سره تعامل

په کابل کې د جاپان سفیر د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست ملا خیرالله خیرخواه سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې غواړي له اسلامي امارت سره مثبتې اړیکې ولري او اوس د دې وخت را رسېدلی چې نړۍ له افغانستان سره تعامل وکړي.

په ملګروملتونو کې د روسیې دایمي استازي واسیلي نبنزیا په یوې خبري غونډه کې له اسلامي امارت سره د هېوادونو پر تعامل ټينګار کړی، خو وايي د نورو هېوادونو په څېر اسلامي امارت په رسمیت نه پېژني.

بشري حقونه

تېره اونۍ، د ۱۲ هېوادونو (البانیا، انډور، بلجیم، کاناډا، فرانسې، جرمني، بلغاریا، کوسوو، لیختن اشتاین، منګولیا، نېدرلنډ او رومانیې) بهرنیو چارو وزیرانو د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې ناسته کړې او په یوه ګډه اعلامیه کې یې په افغانستان کې بشري، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونو وضعیت اندېښمنوونکی بللی او ویلي یې دي چې په تېر یو کال په دې برخه هیڅ پرمختګ نه دی شوی.

خو ذبيح‌الله مجاهد وايي چې د مونیخ غوڼده کې په دې اړه ښودل شوې اندېښنې بې‌ځایه دي. هغه زياتوي: «افغانستان له کلونو وروسته امن دی، هیڅ بهرنۍ ډله دلته شتون نه لري او نه هم د فعالیت اجازه ورکول کېږي، د اسلامي امارت په دوه نیم‌کلن حکومت کې له افغانستانه هيڅ کوم هېواد ته تهدید نه دی متوجه شوی، د مخدره موادو په ضد کوټلي ګامونه اخیستل شوي، کښت يې صفر شوی او له قاچاق سره یې مبارزه روانه ده.»

مجاهد وایي: «که توطیه‌ګر جهتونه هر څومره ډېر پروپاګند وکړي، افغانستان به پرمختګ ته دوام ورکوي او د چا اعلامیو او تشویشونو ته منتظر نه پاتې کېږي.»

له افغانستان سره د مرستو دوام

تېره اونۍ، سویس له افغانستان سره ۱.۹ میلیون امریکایي ډالر مرسته اعلان کړه او د بېړنیو خدمتونو د وړاندې کولو نړۍوال صندوق «ګلوبل فنډ» په افغانستان کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو لپاره ۴.۷ میلیون ډالر مرسته تصویب کړې ده.

Views: 38

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version