ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې ۱۵ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان وو

تېره اونۍ افغانستان کې ۱۵ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان وو

author avatar
26 Aug 2023 - 18:39
تېره اونۍ افغانستان کې ۱۵ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان وو
author avatar
26 Aug 2023 - 18:39

کابل (پژواک ۴ وږی ۱۴۰۲): تېره اونۍ د ا.ا چارواکو له نړۍ سره د ښو اړیکو پر درلودو ټینګار وکړ او له نړۍ یې هم د ورته تمې په لرلو سره وویل، نه غواړي افغانستان يو ځل بيا د سترو قدرتونو د سيالۍ ډګر شي.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • د ا.ا چارواکي: له نړۍ سره ښې اړیکې غواړو او له نړۍ هم د ښو اړیکو تمه لرو.
  • متقي: نه غواړو افغانستان يو ځل بيا د سترو قدرتونو د سيالۍ ډګر شي.
  • حقاني: د پاکستان ستونزه کورنۍ موضوع ده او باید په خپله يې د حل لپاره ګامونه واخلي.
  • پوتزل: یوناما هڅه کوي له افغانستان سره د نړۍوالو د همکارۍ زمینه برابره کړي.
  • یوناما: افغانستان کې له عمومي عفوې ۸۰۰ سرغړونې ثبت شوې؛ مجاهد: حقیقت نه لري
  • د الحبتور ګروپ مشر: کابل کې سلو افغان نجونو ته اجازه ورنه کړل شوه چې د زده‌کړو لپاره عربي متحده اماراتو ته ولاړې شي.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۱۵ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان وو.

امنيتي چارواکي وايي، د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د امنیتي کسانو او انسان‌تښتوونکو ترمنځ نښته کې څلور انسان‌تښتوونکي وژل شوي او کابل ښار کې یوه زرنج کې د چسپکي ماین چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د راپورونو له مخې، ناپېژانده وسله‌والو د بلخ د مرکز مزارشريف ښار شپږمې ناحيې امر، پروان کې یو ۱۸ کلن ځوان، فاریاب او لغمان کې يو یو کس وژلي او کابل کې یوه يوټيوب چلوونکې حورا سادات وژل شوې ده.

ځايي چارواکي وايي، ننګرهار کې يوه کس خپله ورېره او يو کليوال هلک د نامشروع اړيکو په تور وژلي، غزني کې يوه ورور خپله خور وژلې، بادغيس کې د ځمکې پر سر شخړه کې یو کس وژل شوی او یو بل ټپي شوی او ننګرهار کې په ورته پېښه کې د دوو کورنيو ۱۴ کسان ټپيان شوي دي.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.

د سرچينو معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۱۴ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د وړم کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو ګڼو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

له نړۍ سره اړیکې

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وایي، تر اوسه هغو هېوادونو چې په افغانستان د ټول‌شمول حکومت غوښتنه کوي، اسلامي امارت ته د دغه ډول حکومت مشخص تعريف نه دی کړی. هغه زياتوي چې اسلامي امارت ټولګډون دی.

هغه وايي: «د متوازن سياست په خپلولو سره نور نه غواړو چې افغانستان يو ځل بيا د سترو قدرتونو ترمنځ د سيالۍ ډګر شي، بلکې له ټولې نړۍ سره ښې سياسي او اقتصادي اړيکې غواړو.»

په ورته مهال، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدين حقاني وايي، نړۍ دې نور له اسلامي امارت سره تعامل وکړي او پر افغانانو د روان محکوميت لړۍ دې پای ته ورسوي؛ نړۍ دې نور پر افغانانو خپله زورواکي نه ازمایي، بلکې نېک تعامل دې وکړي.

دغه راز، د ياد وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (يوناما) له مرستیال مارکس پوتزل سره په کتنه کې ویلي، ا.ا غواړي نور په افغانستان کې د جګړې پاڼه واړوي؛ له نړۍ سره د ډيپلوماټيکو اړيکو نوی باب پرانيزي، شته ستونزې د خبرو له لارې حل کړي او له مقابل لوري هم ورته هيله لري.

ستانکزي ویلي چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت کچه صفر ته راټيټه شوې، پر نشه‌يې توکو د روږدو کسانو درملنه پيل شوې، د دغو توکو پر پېر او پلور بندیز لګېدلی او د سرغړوونکو پر وړاندې يې جدي اقدامات کېږي؛ کوم چې د نړۍوالې ټولنې او افغانستان ګډ مسوولیت دی.

ستانکزي له پوتزل او ورسره پلاوي غوښتي چې له افغانستان سره د کوکنارو د بديل په ترويج کې د بانکي محدوديتونو په لرې کولو او هم له اقليمي بدلون سره د مبارزې په برخو کې خپلې مرستې ونه سپموي.

د بهرنیو چارو وزارت معلوماتو له مخې، پوتزل د ګډ کار ژمنه کړې، د ا.ا یادې هڅې یې ستایلي او ویلي یې دي، یوناما هڅه کوي له افغانستان سره د نړۍوالو د همکارۍ زمینه برابره کړي.

بشري حقونه او د نجونو زدهکړې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي‌کوونکي دانیال اندرس ویلي چې په دغه هېواد کې په تېرو دوو کلونو کې ۳۰ بشري کارکوونکي – چې په کې واکسیناتوران او ماین پاکان شامل دي – وژل شوي، خو د کورنیو چارو وزارت ویاند دا ادعا رد کړې او وايي چې په افغانستان کې د سفارتونو، ملګرو ملتونو او نورو سازمانونو امنیت په ښه ډول ټینګ شوی دی.

دغه راز، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي دفتر «یوناما» وایي، په افغانستان کې یې د تېر حکومت د پخوانیو چارواکو او وسله‌والو ځواکونو پر وړاندې د ا.ا له خوا د بشري حقونو د نقض نږدې ۸۰۰ موارد ثبت کړي دي.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، د یوناما دغه راپور حقیقت نه لري او د اسلامي امارت له لوري عمومي عفوه په ټولیزه توګه عملي ده.

د راپورونو له مخې، د بشري او مدني حقونو یو شمېر فعالانو په یوه پرانیستي ‌لیک کې له ملګرو ملتونو او یو شمېر هېوادونو غوښتي چې د مطیع‌الله ویسا – چې امنيتي ځواکونو د روان کال د وري په اتمه، د کابل ښار پنځمې حوزې اړوند په خوشحال خان سيمه کې ونيو ـ د خلاصون لپاره هڅې وکړي.

دغه راز، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا له اسلامي امارته غوښتي چې د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي.

دا په داسې حال ده چې تېره اونۍ الحبتور ګروپ مشر وویل چې شاوخوا ۱۰۰ افغان نجونو محصلینو ته یې سکالرشیپونه برابر کړي وو، خو امنیتي کسانو يې د کابل په هوايي ډګر کې عربي متحده اماراتو ته د تګ مخه ونیوه.

ملګرو ملتونو د يادو افغان نجونو د سفر مخنیوي په غبرګون کې ویلي، دا چاره نه یوازې په فردي توګه نجونې زیانمنوي، بلکې ټوله افغان ټولنه له زیان سره مخ کوي.

اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

له پاکستان سره اړيکې

پاکستاني چارواکو په دې وروستیو کې ادعا کړې چې افغانان د پاکستان په ناامنیو کې لاس لري، خو د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکو دغه ادعا بې‌بنسټه بللې او ویلي یې دي چې پاکستان دې د خپلو ناامنیو پړه پر افغانستان نه اچوي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج‌الدین حقاني ویلي، که پاکستان وغواړي له افغانستان سره د زور له لارې مسئلې حل کړي، د دواړو هېوادونو ترمنځ به مشترکاتو ته حتمن زیان اوړي. هغه ویلي چې د پاکستان ستونزه کورنۍ موضوع ده او باید په خپله يې د حل لپاره ګامونه واخلي.

دغه راز، د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي له پاکستاني پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، ځینې ستونزې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو ته زیان رسوي، نو باید د لفظي شخړو او رسنیزو بیانونو پر ځای د دغو ستونزو عوامل پیدا شي.

د پاکستاني پلاوي مشر ویلي: «موږ هیله لرو چې شته ستونزې د تفاهماتو له لارې هوارې شي.»

بشري مرستې

تېره اونۍ هند له افغانستان سره د ۲۰۰ ټُنه درملو او طبي توکو مرسته وکړه.

دا په داسې حال کې چې د روغتيا نړۍوال سازمان وايي، د روان زېږديز کال تر پايه افغانستان کې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره ۱۲۵ ميليون امريکايي ډالرو ته اړتیا لري او که دا بودجه ترلاسه نه کړي، په افغانستان کې به اته میليونه کسان له روغتيايي خدمتونو بې‌برخې شي.

Views: 71

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.