اټلانټا (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۲): ملگرو ملتونو د سرپرست حکومت لخوا متحده عربي اماراتو ته د زدهکړو لپاره د افغان نجونو د سفر مخنیوي په غبرګون کې ویلي، دا چاره نه یوازې په فردي توګه نجونې زیانمنوي، بلکې ټوله افغان ټولنه له زیان سره مخ کوي.

دغو سلو افغان نجونو ته د متحده عربي اماراتو د الحبتور ګروپ مشر خلف احمد الحبتور متحده عربي اماراتو ته د سفر او د زده کړو امکانات برابر کړي و، خو نوموړي پرون ویلي وو چې د افغانستان د سرپرست حکومت امنیتي مسوولینو د کابل هوایي ډګر کې د یادو نجونو د سفر مخه ونیوله.

د ملګرو ملتونو مرستیال ویاندې فلورنسیا سوتو نینو پرون ناوخته په نیویارک کې خبریالانو ته ویلي چې زده کړو ته د لاسرسي حق د ښځو او نجونو یو ډېر مهم او اساسي حق دی چې باید هغوی ورته لاس رسی ولري.

د هغې په وینا، د نجونو او ښځو د زدهکړو په مخنیوي سره نه یوازې هغوی په فردي توګه زیان ویني، بلکې زیان یې د افغانستان ټولې ټولنې ته رسېږي.

سوتو نینو زیاته کړې: «زه فکر کوم، هغه څه چې موږ به یې ترسره کړو دا دي چې د طالبانو له حاکمو چارواکو غواړو چې د نړیوالو قوانینو تر چتر لاندې خپلو ژمنې عملي کړي.»

د ملګرو ملتونو مرستیال ویاندې وویل، دا ټولنه به د ښځو د حقونو څخه ملاتړ ته دوام ورکړي او افغانستان د ښځو له مشارکت پرته پرمختګ نه شي کولی.

دې ویلي: «دا واقعآ د خواشینۍ وړ ده چې ښځې غواړي د خپلو حقونو څخه ګټه پورته کړي، خو له دغه کار څخه منع کېږي.»

د راپورونو له مخې، الحبتور ګروپ په متحده عربي اماراتو کې یو سوداګریز شرکت دی چې د موټرو، املاکو، ښوونې او روزنې او خپرونو په برخو کې فعالیت کوي او دغه ګروپ شاوخوا ۱۰۰ افغان نجونو ته سکالرشیپونه برابر کړي دي.

د یاد ګروپ مشر خلفاحمد الحبتور تېره ورځ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: «نشم کولای هغه ناهیلي بیان کړم چې زه یې اوس احساسوم؛ ځکه هغه افغان نجونې محصلینې چې ما ورته سکالرشیپونه برابر کړي وو… له بده مرغه د طالبانو د مداخلې له امله نن سهار د دوبۍ هوايي ډګر ته را ونه رسېدې، څو خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.»

هغه دغه راز لیکلي: «له څه مودې راهیسې دې ورځې ته په بې صبرۍ سره په انتظار وو. د الحبتور ګروپ د غړو او زما له میاشتو میاشتو پرله پسې هڅو وروسته په پوهنتون کې د شمولیت، د استوګنځای، روغتیایي بېمې، ترانسپورټ او نورو امکاناتو ټولګه ترلاسه کړه، زموږ هیلې اوبو یووړې.»

نوموړې دغه راز لیکلي چې د افغانستان سرپرست حکومت چارواکو پرته له کومې توجیې د دغو افغان نجونو د وتلو مخنیوی کړی او په ناحقه یې د هغوی ازادي محدوده کړې ده.

دغه موضوع مو د اسلامي امارت د ویاند له دفتر سره شریکه کړه، خو تر اوسه یې په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۱۴۰۱ کال د وري مياشتې په لومړيو کې اسلامي امارت په افغانستان کې د نجونو له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو او د همدغه کال په لیندۍ میاشت کې د نجونو پوهنتونونو فعالیت تر دویم امر پورې وځنډاوه، خو ویلي یې دي چې دغه پرېکړه دایمي نه ده او هڅې روانې دي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ورته حللاره پیدا شي.