منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۴۸ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ملګري ملتونه: افغانستان کې تېرو دوو کلونو کې ۳۰ بشري کارکوونکي وژل شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۲۶ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۲): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي‌کوونکي د بشرپالنې نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي چې دغه هېواد کې تېرو دوو کلونو کې ۳۰ بشري کارکوونکي وژل شوي, خو ا.ا دا ادعا ردوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي‌کوونکي دانیال اندرس پرون یوه ويډویي پیغام کې د بشرپالنې نړۍوالې ورځې په مناسبت دغه څرګندونې کړي او ویلي یې دي چې ډېری قربانیان واکسیناتوران او ماین پاکان دي.

اندرس ویلي چې بشري کارکوونکي د دندې پرمهال له دوامدارو خطرونو سره مخ دي او دا د منلو وړ نه ده.

هغه ویلي چې له بشري کارکوونکو پرته به میلیونونه انسانان حیاتي اړتیاوو پوره کولو ته لاسرسی ونه لري او په ډاګه کړې یې ده چې نن په افغانستان کې بشري اړتیاوې خپل اوج ته رسېدلي او ۲۹ میلیونه کسان مرستو ته اړتیا لري.

دغه راز په افغانستان کې د بشري مرستو همغږی‌کوونکي د تمویلي سرچینو بندېدو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دا چاره د میلیونو انسانانو ژوند او سلامت ګواښي.

هغه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې له دې مخکې ملګرو ملتونو ویلي وو، روان کال کې افغانانو ته د فوري بشري اړتیاوو ته د رسېدنې په موخه د ۱،۳ میلیارد ډالرو له کمښت سره مخ ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه