ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزي او وېسټ پر اقتصادي موضوعاتو او بین‌الافغاني تفاهم خبرې وکړې

کرزي او وېسټ پر اقتصادي موضوعاتو او بین‌الافغاني تفاهم خبرې وکړې

author avatar
16 Sep 2023 - 03:02
کرزي او وېسټ پر اقتصادي موضوعاتو او بین‌الافغاني تفاهم خبرې وکړې
author avatar
16 Sep 2023 - 03:02

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۲): پخواني ولسمشر حامد کرزي او افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي پر اقتصادي موضوعاتو د خبرو اترو ترڅنګ د تل‌پاتې سولې او ثبات ټینګښت لپاره بین‌الافغاني تفاهم اړین وباله.

د کرزي له دفتره د وږي په ۲۴مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، پخواني ولسمشر افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو له ځانګړي استازي توماس وېسټ سره د ویدیو کنفرانس له لارې خبرې کړې دي.

سرچینې زیاته کړې، په دغو خبرو کې د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه خبرې وشوې او افغان کروندګرو ته د اوبو لګولو په برخه کې اړینې مرستې او مناسب بدیل معیشت مهم وګڼل شول.

دغه راز سرچینه زیاتوي، د افغانستان اقتصادي ودې او روښانه راتلونکې لپاره د نجونو او هلکانو د تعلیم پر اهمیت او اغېز ټینګار وشو او حامد کرزي یو ځل بیا د امریکا له متحده ایالاتو وغوښتل چې افغان ځوانانو ته د زده‌کړو زمینې په برابرولو کې همکاري وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دغو خبرو کې په هېواد کې د تل پاتې سولې او ثبات ټینګښت لپاره بین‌الافغاني تفاهم اړین وبلل شو او هیله څرګنده شوه چې ژر تر ژره دغه تفاهم ته زمینه برابره شي.

حامد کرزي له افغانستان سره د امریکا متحده ایالاتو له بشردوستانه مرستو مننه وکړه او د یادو مرستو پر دوام یې ټینګار وکړ.

[/restrict]

Views: 113

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.