ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا: له تخلیې وروسته مو په افغانستان کې هوایي بریدونه نه دي کړي

امریکا: له تخلیې وروسته مو په افغانستان کې هوایي بریدونه نه دي کړي

author avatar
18 May 2022 - 05:03
امریکا: له تخلیې وروسته مو په افغانستان کې هوایي بریدونه نه دي کړي
author avatar
18 May 2022 - 05:03

کابل (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۱): د امریکا د دفاع وزارت ګانګرس ته په یوه تازه راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۱ د اګسټ له ۲۹مې د تخلیې پروګرام له بشپړېدو وروسته یې په افغانستان کې هيڅ هوايي برید نه دی کړی.

له دې مخکې د مرکزي قوماندانۍ پخواني مشر جنرال کینټ مکنزي ویلي وو چې له “ترهګرۍ” سره د مبارزې لپاره امریکايي الوتکې باید اوږده پروازونه وکړي چې د افغانستان فضا ته ورسېږي او د ده په خبره، دغه کار وخت ضایع کوي چې الوتکې بېرته د تېلو اچولو لپاره راشي.

پخوا به امریکايي ځواکونو په افغانستان کې د بګرام او له نورو پوځي اډو هوايي بریدونه کول.

د امریکا غږ د راپور له مخې، په دغه راپور کې ادعا شوې، په افغانستان کې د القاعده ډلې د فعالیت محدود پاتې کېدل ښايي د افغانستان د سرپرست حکومت د نړیوال رسمیت پېژندنې ترلاسه کولو لپاره وي.

په افغانستان کې د اشرف غني حکومت تېر کال د زمري په مياشت کې سقوط وکړ او اوسنی سرپرست حکومت يې ځای ونيو خو تر اوسه چا پر رسمیت نه دی پېژندلی.
د راپور له مخې، د امریکا مرکزي قوماندانۍ ادعا کړې چې د القاعده ډلې مشران د سرپرست حکومت له مشرانو سره نږدې اړیکې لري خو افغانستان ته یې د سفر او هلته د روزنې لپاره ظرفیتونه او امکانات محدود دي. دا ادعا سرپرست حکومت رد کړې او ويلي يې دي چې القاعده ډله يې په افغانستان کې ځپلې ده.

سرچینې زیاته کړې چې د امریکا د دفاع وزارت د ارزونې پر اساس، د افغانستان اوسني حکومت یو لړ اقدامات کړي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د قطر په تړون کې خپلې ډېرې ژمنې عملي کړي، خو وايي چې د دغو اقداماتو څارل او روان ساتل مهم دي.

خو د امریکا د مرکزي قوماندانۍ خبرداری ورکړی چې ښايي نوی حکومت په راتلونکو ۱۲ یا ۲۴ میاشتو کې دا محدودیتونه نرم کړي چې ورسره به القاعده د ازاد تګ راتګ، د روزنې، سفر او د بهرنیو عملیاتو د بیا ترسره کولو ظرفیت او امکان ترلاسه کړي.

په دغه راپور کې د داعش د ګواښ په اړه لیکل شوي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو او د ترهګرۍ ضد عملیاتو له کمولو وروسته د داعش- خراسان ډلې په دغه هېواد کې خپل جذب او جلب زیات کړی دی.

په راپور کې ویل شوي چې د داعش- خراسان ډله په افغانستان کې لا هم یو لوړ تهدید دی او د مخکنۍ ارزونې پر اساس، شاوخوا ۲۰۰۰ جنګیالي لري.

راپور وايي، که د داعش- خراسان ډله له روان حالته ګټه واخلی، په راتلونکو ۱۲ او ۱۸ میاشتو کې به د بهرنیو عملیاتو ترسره کولو ظرفیت پیدا کړي چې د امریکا په ګډون لوېدیځ به په نښه کړي.

سرچینې زیاته کړې چې د داعش ډلې د کال په لومړیو درېیو میاشتو کې په افغانستان او پاکستان کې ۴۱ بریدونه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو څو میاشتو کې په افغانستان کې د یو شمېر خونړیو بریدونو مسوولیت هم د داعش ډلې پر غاړه اخیستی چې سلګونه ولسي افغانان په کې ووژل او ژوبل شول چې اکثریت قربانیان یې شیعه افغانان دي.

د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه ددغه راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې مخکې یې ویلي وو،  چې په افغانستان کې یې د داعش ډله ختمه کړې او سلګونه غړي یې وژلي، ژوبل کړي او نیولي دي.

دغه راز سرپرست حکومت په افغانستان کې دالقاعدې  شتون او فعالیتونو راپورونه هم رد کړي دي.

Views: 186

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.